د ۲۰۲۵م کال د اګست په ۱۶مه نېټه د پاکستان حکومت د ډیزلو په بیو کښې د کمښت اعلان وکړ. خو د پټرولو بیه یې پر خپل ځای ساتلې ده.
ډیزل د هر ليټر په بیه ۱۲.۸۴ روپۍ کم شوی، چې نوې بیه یې اوس ۲۷۲.۹۹ روپۍ ده.
تمه کېږي چې د ډیزلو د بیو کمېدو سره به د کرنیزو او سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په لګښت کښې هم کمښت راشي. ځکه چې ډیزل په ټراکټورونو او د مالونو په لېږدونکو موټرو کښې ډېر استعمالول کېږي.
د پټرولو اوسنۍ بیه ۲۶۴.۶۱ روپۍ ده، چې په دې کښې څه بدلون نه دی راغلی. د دې ترڅنګ د خاورو تېل (کیروسین) هم د هر ليټر ۷.۱۹ روپۍ کم شوي او نوې بیه یې ۱۷۸.۲۷ روپۍ ده.
د لایټ ډیزل اویل (Light diesel oil) بیه بیا ۸.۲۰ روپۍ راټیټه شوې چې اوس یې نوې بیه ۱۶۲.۳۷ روپۍ ده.
حکومت ویلي چې د نړیوالو بازارونو د نرخونو او د تیلو او ګیس د تنظیم ادارې (OGRA) د سپارښتنو له مخې یې په دې بیو کښې بدلون راوستی.
تر دې اعلان مخکې د ډیزلو بیه ۲۷۳.۴۰ روپۍ او د پټرولو بیه ۲۷۲.۹۵ روپۍ وه.