برتانوي حکومت پاکستان د خپلو هوایي خوندیتوب له لیسټ څخه وویست. چې له مخې یې اوس پاکستانۍ هوایي شرکتونه کولی شي بېرته برتانیې ته د الوتنو لپاره جواز وغواړي.
دغه اعلان د چهارشنبې په ورځ د برتانیې هوایي خوندیتوب کمیټې وکړ. دا پرېکړه په ۲۰۲۱ کال کښې د پاکستان د هوایي شرکتونو د بندیز لګولو وروسته، د برتانیې او پاکستان د هوایي چارواکو تر منځ د کلونو ګډو هڅو او همکارۍ پایله ده.
که څه هم پاکستانۍ هوایي شرکتونه اوس غوښتنلیکونه جمع کولی شي، خو هر هوایي شرکت باید په انفرادي توګه د برتانیې د ملکي هوایي چلند له ادارې څخه اړین جوازونه ترلاسه کړي.
تمه کیږي چې دا پرېکړه به په برتانیې کښې مېشت ۱.۶ میلیونه څخه زیاتو پاکستانیانو او په پاکستان کښې زرګونو برتانوي اتباعو ته ډېره ګټه ورسوي. ځکه چې دا به د سفر محدودیتونه کم کړي.
هیله ده چې دا به د دواړو هېوادونو تر منځ دوه اړخیزه سوداګري هم زیاته کړي. چې اوس مهال یې ارزښت ۴.۷ میلیارده پاونډ دی او برتانیه د پاکستان درېیم لوی سوداګریز شریک دی.
د برتانیې هوایي خوندیتوب کمیټې پرېکړه د یوه خپلواک خوندیتوب بیاکتنې پر بنسټ شوې وه. چې تایید یې کړه پاکستان اړین خوندیتوب پرمختګونه پلي کړي دي.
برتانوي عالي کمشنر جین ماریټ په دې رغنده هڅو مننه وکړه او د الوتنو د بیا پیلیدو هیله یې څرګنده کړه.
هغې وویل چې هغه په راتلونکي کښې د خپلو سفرونو لپاره د پاکستان د هوایي شرکت کارولو اراده لري.