د شمالي وزیرستان په قبایلي ضلع کښې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د غلام خان پوله د جولای له شپاړسمې (۱۶) نیټې څخه د سوداګرۍ لپاره بیا پرانستل شوه. ضلعي انتظامیې ویلي چې دا پریکړه یې د ځایي خلکو د ستونزو په پام کښې نیولو سره کړې ده.
د سیون ډویژن میجر جنرل عادل افتخار وڑائچ اعلان وکړ چې دا پوله د امنیتي دلایلو له امله د جون په ۲۹ مه نیټه په موقتي توګه تړل شوې وه.
خو د ځایي قبایلي مشرانو او انتظامیې ترمنځ تر خبرو اترو وروسته یې د بیا پرانستلو پریکړه وشوه. په دې خبرو اترو کښې د شمالي وزیرستان ډپټي کمشنر محمد یوسف کریم او د میرانشاه تحصیلدار غني وزیر مهم رول لوبولی دی.
میجر جنرل عادل افتخار وویل چې ځینې وختونه د امنیت لپاره سخت ګامونه پورته کول وي. خو د خلکو ستونزې له پامه غورځول کیدی نه شي. هغه زیاته کړه چې د پولې په پرانستل کېدو سره به ځوانانو ته د کار نوي فرصتونه پیدا شي او د سیمې اقتصاد به ګټه وکړي.
د افغان لنډمهالي حکومت د سرحدي پولیسو ویاند عبیدالله فاروقي هم تایید کړه چې د خوست ولایت د غلام خان کراسنګ د پنځلسو (۱۵) ورځو لپاره بیا پرانستل شوی دی. د پاکستان-افغانستان ګډې چیمبر غړي خان جان اولکوزي ویلي چې په تیرو شپږو (۶) میاشتو کښې یې صادرات او واردات تقریبا یو بیلین ډالرو ته رسیدلي دي.
انتظامیه د حالاتو د عادي کولو لپاره د انټرنیټ خدماتو پر بیا رغولو هم غور کوي. ضلعي انتظامیه، پاک پوځ او قبایلي مشران به په ګډه د نورو ستونزو د حل لپاره هم ګډه ستراتیژي جوړوي.
ځایي خلکو د پولې پر پرانستلو خوښي څرګنده کړې او هیله یې وښوده چې له دې سره به په سیمه کښې سوداګریز فعالیتونه بیا چټک شي.
د یادونې وړ ده چې د غلام خان ټرمینل د دواړو هیوادونو ترمنځ له اتو (۸) سرحدي لارو څخه یوه ده.
پاکستان په افغانستان کښې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی خو په کابل کښې یې خپل سفیر ساتلی دی.