به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار نن چهارشنبه د شنګهای همکارۍ سازمان (SCO) د بهرنیو چارو وزیرانو شورا غونډې په څنډو کښې خپل چینایي سیال وانګ يي سره وکتل. دواړو د دواړو هیوادونو ترمنځ پر روانې همکارۍ خوښي څرګنده کړه او د لا نږدې همکارۍ ژمنه یې وکړه.


د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کښې وویل چي مرستیال لومړي وزیر، او د بهرنیو چارو وزیر، سینیټر محمد اسحاق ډار نن په ټیانجن کښې د شنګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا غونډې په څنډو کښې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي سره وکتل.


مرستیال لومړي وزیر / بهرنیو چارو وزیر، وانګ يي ته د شنګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا غونډې د بریالۍ کوربتوب مبارکي ورکړه او د دې پیښې په جریان کښې د تود هرکلي لپاره یې د چین له مشرتابه څخه مننه وکړه.


دواړو مشرانو د متقابلې علاقې په کلیدي برخو، په شمول د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) او څو اړخیزې همکارۍ په اړه پراخې خبرې اترې وکړې. د پاکستان او چین د هر موسم ستراتیژیکې همکارۍ ته په اشارې سره دوی په بیلابیلو برخو کښې پر روانې نږدې همکارۍ خوښي څرګنده کړه.


دواړو لوریو د سیمه ایزې سولې، ثبات او پراختیا د ودې لپاره د دوه اړخیزو همکاریو لا پیاوړتیا ته خپله کلکه ژمنه بیا تکرار کړه.

نور ولولئ