به‌روزرسانی دربارهٔ9 hours ago


وزیراعظم شهباز شریف د پوځ او ملکي مشرانو سره په ګډه د پنجشنبې په ورځ په کامره هوایي اډه کښې پایلټانو او سرتیرو ته وینا وکړه.
وزیراعظم په خپله وینا کښې دا هم وویل چې پاکستان د هند شپږ الوتکې راغورځولي دي. هغه وویل چي د ټولو تفصیلاتو له ترلاسه کولو وروسته اوس زه تایید کولی شم چې پاکستان د هند شپږ الوتکې راغورځولي دي. هغه دا هم وویل چې دښمن زمونږ د سولې وړاندیز رد کړ او په ځواب کښې یې زمونږ په بې ګناه ماشومانو برید وکړ.
هغه د سرتیرو او پیلوټانو ستاینه وکړه او د دوی په بریا یې مبارکي ورکړه. د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار، د دفاع وزیر خواجه آصف، د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر، د هوایي ځواک مشر ظهیر احمد بابر سیدهو، د بحري ځواک مشر اډمیرل نوید اشرف وزیر، د پلان جوړونې وزیر احسن اقبال او د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ هم په دې مراسمو کښې موجود وو.

Author

نور ولولئ