به‌روزرسانی دربارهٔ6 hours ago

د ډائرکټر جنرل انټر سروسز پبلک ریلیشنز لیفټیننټ جنرل احمد شریف چوهدري خبرداری ورکړی دی چې که هندوستان په دې وروستیو کښې شوي اوربند سرغړونه وکړي. نو سخت ځواب به ورکړل شي.
برتانوي خپرونکي سکائي نیوز سره په خبرو کښې ډي جي وویل چي هر هغه څوک چې زمونږ په خاوره بشپړتیا او خپلواکۍ تېری وکړي نو زمونږ ځواب به سخت وي.
هغه زیاته کړه چي که هندوستان فکر کوي چې د هند او پاکستان ترمنځ د جګړې لپاره ځای جوړولی شي نو دا په حقیقت کښې د دواړو هېوادونو د تباهۍ لپاره نسخه ده.
چوهدري دا هم وویل چې هندوستان د کشمیر مسله داخلي کولو هڅه کوي او په سیمه کښې د لویو ځواکونو په ځای پرځای کولو سره کشمیریان ځوروي.
هغه وویل چي دا یوه داسې ستونزه ده چې د کشمیر خلکو لخوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړې سره سم حل کېدی شي

Author

نور ولولئ