به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

وزيراعظم شهباز شريف د پنجشنبې په ورځ د اذربايجان له ولسمشر الهام علييف سره ټيليفوني خبرې وکړې. هغه د هند سره د وروستۍ کړکېچ په وخت کښې د اذربايجان د ملاتړ له امله مننه وکړه. علييف د پاکستان برياليتوب او د سولې لپاره د هغې هوډ وستايه.

د بهرنيو چارو وزارت لخوا په خپره شوې اعلاميه کښې ويل شوي دي چي وزيراعظم محمد شهباز شريف نن ماسپښين د اذربايجان جمهوريت له ولسمشر الهام علييف سره ټيليفوني خبرې وکړې.

د دوی د ګرمو او دوستانه خبرو په ترڅ کښې وزيراعظم ولسمشر علييف ته په جنوبي ایشيا کښې د وروستۍ کړکېچ په وخت کښې د پاکستان سره د کلک دريځ له امله خپله ژوره مننه وړاندې کړه. هغه وويل چې د ولسمشر علييف کلک ملاتړ د پاکستان خلکو سره د هغه د لویې مينې او محبت يو بل ثبوت دی.

وزيراعظم د اذربايجان وروڼو خلکو څخه هم د پاکستان سره د دوی د پراخې خواخوږۍ له امله مننه وکړه. هغه زياته کړه چي دا يو ځل بيا د دواړو ملتونو د تلپاتې دوستۍ څرګندونه کوي. چې تل د رښتيني وروڼو په توګه يو بل سره ولاړ دي.

وزيراعظم ټينګار وکړ چې پاکستان د سيمه ييزې سولې په ګټه له هند سره د اوربند تړون ته غاړه ايښې او د هغې د ساتلو لپاره ژمن دی. په هرصورت هغه د هند د مشرتابه د وروستيو پارونکو څرګندونو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه او تاييد يې کړه چې د هر راتلونکي تيري په وړاندې به پاکستان په کلکه سره خپله حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا وساتي.

هغه ټينګار وکړ چې د جمو او کشمير شخړه د جنوبي ایشيا د بې ثباتۍ اصلي لامل دی. چې بايد د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېکړه ليکونو سره سم حل شي. په دې اړه هغه د کشمير قضيې ته د هغه هېواد د کلک او اصولي ملاتړ له امله ولسمشر علييف ته خپله ژوره مننه څرګنده کړه.

د پاکستان او اذربايجان د اړيکو په اړه، وزيراعظم د دواړو هېوادونو تر منځ ځانګړې ازمويل شوې او ورورولۍ اړيکې په ګوته کړې. هغه وويل چې پاکستان په بشپړه توګه ژمن دی چې دا دوستي د دوه اړخيزې ګټورې اقتصادي شراکت ته لوړه کړي. په دې برخه کښې هغه د پاکستان په مختلفو سیکټرونو کښې د اذربايجان د ۲ بیلین ډالرو پانګوونې اړوند وړانديزونو د بشپړولو په برخه کښې پرمختګ ته خوښي څرګنده کړه. هغه ولسمشر علييف ته ژر تر ژره پاکستان ته د رسمي سفر کولو لپاره ډېره دوستانه بلنه هم نوی کړه. ولسمشر علييف دا بلنه په ډېره مهربانۍ سره ومنله.

ولسمشر علييف د پاکستان په د پام وړ برياليتوب باندې وزيراعظم ته تودې مبارکۍ ورکړې. هغه د اوربند تړون ته ښه راغلاست ووايه. په داسې حال کښې چې د سولې لپاره د پاکستان هڅې يې وستايلې. هغه بيا تاييد کړه چې اذربايجان په ټولو برخو کښې د پاکستان سره د خپلو ورورولۍ اړيکو پياوړتيا ته ژمن دی.

Author

نور ولولئ