امریکې ترکیې ته د ۳۰۴.۱ میلیون ډالرو په ارزښت د توغندیو او اړوندو تجهیزاتو د احتمالي خرڅلاو منظوري ورکړې ده. پنټاګون دغه معامله د چهارشنبې په ورځ اعلان کړه.
د ترکیې د نن ورځ خبري اژانس د راپور له مخې په دې بسته کښې ۵۳ د هوايي جګړې لپاره جوړ شوي پرمختللي منځ وطنه فضا نه فضا توغندي (AIM-120C-8 AMRAAMs) او شپږ د AMRAAM توغندیو لارښوونې برخې شاملې دي. چې ارزښت یې شاوخوا ۲۲۵ میلیون ډالر دی. دا توغندي د ترکیې له ایف-۱۶ جنګي الوتکو سره همغږي دي. په دې خرڅلاو کښې ۶۰ د لنډ وطن هوا په هوا توغندي (AIM-9X Sidewinder Block II)، ۱۱ د اي آئي ایم ۹ ایکس تاکتیکي لارښوونې برخې او لوژستیکي ملاتړ هم شامل دي. چې ټول ارزښت یې ۷۹.۹ میلیون ډالر دی.
پنټاګون ویلي دي چې دا خرڅلاو به د ترکیې د هوايي دفاع وړتیا پیاوړې کړي او د خپل هېواد او هلته د میشتو امریکايي پرسونل په ساتنه کښې به مرسته وکړي. وړاندیز شوی خرڅلاو د بیاکتنې لپاره د امریکا کانګرس ته سپارل شوی دی. ۱۵ ورځې وخت لري چې اعتراضونه وړاندې کړي. که چیرې کوم اعتراض ونه شي. نو دا خرڅلاو به د اریزونا په ایالت کښې میشت آر ټي ایکس کارپوریشن په همکارۍ ترسره شي. چې اصلي قراردادي به وي.
د دفاعي امنیت همکارۍ ادارې په رسمي ډول د چهارشنبې په ورځ کانګرس ته د احتمالي خرڅلاو خبر ورکړ. د AIM-9X Sidewinder Block II توغندی چې د ریتون شرکت لخوا جوړ شوی. یو ډیر پرمختللی لنډ وطنه تودوخې په واسطه لارښوونه کېدونکی هوا په هوا توغندی دی. چې د هوا څخه هوا ته هوا څخه ځمکې ته او ځمکې څخه هوا ته وړتیاوې لري.