د هند او پاکستان د پوځي عملیاتو لویو قوماندانانو تېره چهارشنبه بیا ټیلیفوني خبرې وکړې او دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند پر ساتلو یې موافقه وکړه.
د پاکستان د پوځي عملیاتو لوی قوماندان میجر جنرل کاشف عبدالله او د هند د هغه لوي قوماندان لیفټننټ جنرل راجیو غایي د مې په ۱۲مه د شوې مخکینۍ موافقې له مخې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اوسني حالت کښې د بدلون نه راوستلو پر سر سلا شول.
پاکستان او هند د مې په ۱۰مه نېټه وروسته له هغې اوربند ته غاړه کېښوده چې پاکستان د بنیان مرصوص په نوم عملیات پیل کړل او د هند په ۲۶ پوځي اهدافو یې بریدونه وکړل. چې په هغو کښې د S-400 هوايي دفاعي سیسټم او د براهموس توغندیو زېرمه هم شامل وو. د پاکستان دا عملیات وروسته له هغې وشول چې هند د کامیکازي بې پایلټه الوتکو له بریدونو وروسته د پاکستان په څو هوايي اډو توغندي وتوغول.
د هند او پاکستان ترمنځ دغه اوربند د امریکا متحده ایالاتو په منځګړیتوب شوی و او خپله ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی و.
د جیو نیوز د چهارشنبې د ورځې یو راپور وایي چې څو هېوادونه له پاکستان او هند دواړو سره په تماس کښې دي ترڅو د باور جوړونې لپاره هڅې وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقیمې خبرې اترې پیل شي.
په راپور کښې دا هم ویل شوي چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار لیفټننټ جنرل عاصم ملک او د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوال ترمنځ مستقیمې خبرې اترې یو له هغو انتخابونو څخه دي چې تر غور لاندې دي.
لومړي وزیر شهباز شریف له هند څخه وغوښتل چې د کشمیر او اوبو پر سر جامع خبرو اترو ته حاضر شي. خو هغه یو ځل بیا وویل چې پاکستان د خبرو اترو او جګړې دواړو لپاره تیار دی.