به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

وزیراعظم شهباز شریف هند ته غږ کړی چې د کشمیر په ګډون ټولې مسلې د خبرو اترو له لارې حل کړي او د جګړې لاره پرېږدي.
د چهارشنبې په ورځ د سیالکوټ په پسرور کنټونمنټ کښې مخکښو سرتېرو ته په وینا کې وزیراعظم شهباز وویل چې د پاکستان عملیات بنیانوم مرصوص د ۱۹۷۱ کال د جګړې غچ اخیستی دی. هغه زیاته کړه چې ټول ملت د سرتېرو تر شا ولاړ و. ځکه چې دوی په هند کښې ۲۶ هدفونه په نښه کړل.
هند ته د خبرداری په ورکولو سره چې که بیا په پاکستان برید وکړي او هر څه به وبایلي. وزیراعظم شهباز دا هم وویل چې پاکستان جګړې او خبرو اترو دواړو ته تیار دی.
هغه وویل چي راځئ چې دا اور مړ کړو. راځئ چې د کشمیر او اوبو په اړه د خبرو لپاره سره کېنو.
هغه زیاته کړه چي اوبه زمونږ سره کرښه ده. زمونږ د اوبو د بدلون په اړه فکر هم مه کوئ. اوبه او وینه په یو ځائي نه سره بهېږي. تاسو زمونږ د نیلم-جهلم د اوبو پروژه هم زیانمنه کړې ده. که زیان یې ډېر وای. مونږ ستاسو لوی بندونه په شمول د بګلیهار بند تباه کولای شو.
شهباز دا هم وویل چې پاکستان هند ته د دوی د تیري په ځواب کښې مناسب ځواب ورکړی. خو د سیمې د سولې په ګټه یې د اوربند سره موافقه کړې ده.
وزیراعظم شهباز د خپل سفر په ترڅ کښې د جګړې د څرنګوالي او د سرتېرو د اوسني عملیاتي چمتووالي په اړه معلومات ورکړل شول.
د هغه سره د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، د دفاع وزیر خواجه آصف، د پوځ مشر جنرال عاصم منیر او د هوايي ځواک مشر ظهیر بابر هم ملګري وو.

Author

نور ولولئ