به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

د افغان طالبانو د کورنیو چارو وزیر، سراج الدین حقاني، یوې غونډې ته په وینا کې د خپلې ډلې دننه پر اختلافاتو غږېدلی دی. هغه په خاص توګه پر هغو کسانو سختې نیوکې وکړې چې په رسنیو کې په لوړ غږ خبرې کوي، خو په خبره یې دوی په “جهاد” کې هېڅ برخه نه ده اخیستې.

​سراج الدین حقاني وویل چي زه په رسنیو کې ډېر داسې خلک ګورم چې په لوړ آواز خبرې کوي، دوی داسې وايي لکه دا بری چې دوی ګټلی وي، دا زړورتیا هم پر خپل نامه لیکي. شهیدان مه بدناموئ، دا چې په لوړ آواز خبرې کوي، دوی یوه ورځ هم جهاد نه دی کړی.”

​د نړیوالو چارو کارپوهان وايي چې سراج الدین حقاني په افغانستان کې یو داسې طالب مشر ګڼل کېږي چې غواړي د هېواد په کورنیو چارو کې ثبات راولي او په خاص توګه له ګاونډیو هېوادونو، په تېره بیا پاکستان سره، ښې اړیکې وساتي. شنونکي په دې باور دي چې حقاني د هغو طالبانو له ټولو نظرونو سره مخالفت کوي چې د سیمې امنیت ته زیان رسوي.

​د افغانستان پر چارو څارونکو کارپوهانو خبرکده ته ویلي چې اوسمهال په افغانستان کې طالبان په دوو لویو ډلو وېشل شوي دي: یوه د حقاني ډله او بله د ملا یعقوب ډله چې په کندهار کې مېشته ده. د شنونکو په وینا، د ملا یعقوب ډله له پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو سره شخړې غواړي او خپله خاوره هغو ډلو ته د کارونې اجازه ورکوي چې په ګاونډیو هېوادونو کې ترهګریز بریدونه کوي؛ لکه ټي ټي پي، داعش او بي اېل اې چې پر پاکستان بریدونه کوي.

​د افغانستان د چارو کارپوه اسد یوسفزي وویل، د سراج الدین حقاني وروستۍ وینا په دې برخه کې لیدل کېږي چې د ملا یعقوب ډله له پاکستان سره لانجه غواړي، خو د حقاني ډله یې مخالفت کوي.

​اسد یوسفزي زیاته کړه چي دا وروستۍ وینا په دې چوکاټ کې ده چې غواړي د کندهار ډلې ته ووايي چې افغانستان مونږ له بهرنیو ځواکونو څخه ونیو او د جګړې پرېکړې تاسو کوئ. هغه دا وضعیت د افغانستان د یووالي لپاره ډېر د اندېښنې وړ وباله.

​باید یاده شي چې تېر کال په دسمبر میاشت کې د سراج الدین حقاني ورور او د کډوالو چارو وزیر، خلیل الرحمن حقاني، په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوی و. د خلیل د وژنې مسوولیت داعش خراسان منلی و. خلیل حقاني په افغانستان کې د خپلې ډلې یو مهم مشر و، چې اوس یې مشري سراج الدین حقاني کوي.

​کارپوهان وايي، که د افغانستان حکومت ته وکتل شي، دا له څو ډلو جوړ دی. دوی ځانونه امارت بولي، خو په حقیقت کې په ډلو وېشل شوي دي. د کارپوهانو په وینا، د طالبانو ترمنځ نظري اختلافونه شتون لري.

​د امریکا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره تړلي لوړ پوړي خبریال، حق نواز خان، خبرکده ته په خبرو کې وویل چې “اوسمهال افغان طالبان له کورنیو ستونزو او له ګاونډیو هېوادونو سره هم له ستونزو سره مخ دي، له همدې امله دا اړینه ده چې په راتلونکي کې به دا ستونزې نورې هم پیدا شي.”

نور ولولئ