به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

د بنو رېجن د ډي آي جي سجاد خان د واضحو حکمونو او لارښوونو په بنیاد، د لکي مروت پوليسو، د ترهګرۍ ضد څانګې (CTD)، امنيتي ځواکونو او سيمه ييزې امن کميټې يو ډېر لوی ګډ استخباراتي اپریشن وکړو.

​دا اپریشن د لکي مروت د ضلعي پوليس افسر (DPO) نذير خان په مشرۍ، د شهباز خېل تاڼې په حدودو کې په ‘چوار خېل’ سیمه کې ترسره شو.

​د پوليسو سرچينې وايي چې اپریشن د پټو معلوماتو پر بنیاد شروع شول، او په دې کې د ‘فتنه الخوارج’ د تورنو ترهګرو پر مرکزونو چاپه ووهل شوه. د چاپې پر مهال، شرخوښو ډلو پر امنيتي ځواکونو مخامخ ډزې پیل کړې.

​د امنيتي ځواکونو او پوليسو سرچينې وايي، پوليسو او ځواکونو په ډېره زړورتيا سره ځوابي عمليات وکړل او د دښمن مقابله يې وکړه. په دې ځوابي ډزو کې د فتنې الخوارج یو ترهګر په ځای ووژل شو.

​د وژل شوي ترهګر د نورو ملګرو د لټون او د سيمې د په مکمله توګه پاکولو لپاره پلټنيز اپریشن روان دي.

​د بنو رېجن ډي آي جي سجاد خان او د لکي مروت ډي پي او نذير خان په دې بريالي اقدام باندې خوښي څرګنده کړه. دوی په خپله ګډه اعلاميه کې وويل چې د لکي مروت پوليس به د ریاست پر حاکمیت هېڅکله روغه جوړه ونه کړي. دوی زياته کړه چې د فتنې الخوارج په ګډون به د ټولو شرخوښو او ترهګرو پر وړاندې عمليات په همدې جذبه او ارادې سره جاري وي.

نور ولولئ