پاک فوج وایي، د بلوچستان په سپن بولدک او د خیبر پښتونخوا په کرم سیمو کې یې پر سرحدي چیک پوسټونو د افغان طالبانو ګڼې حملې په بریالیتوب سره شنډې کړې دي.
د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی ایس پي آر) نه د نهی (سه شنبې، اكتوبر ۱۵مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه حملې د اکتوبر ۱۵مې نیټې په سهار وختي پيل شوې، کله چې افغان طالبان په سپن بولدک کې پر څلورو ځایونو بزدلانه بریدونه وکړل.
آی ایس پي آر وویل چی پاکستاني ځواکونو د دغه بریدونو موثر ځواب ورکړو. او زیاته یې کړه چې برید کونکو عسکرو د ویشل شوي کلي نه کار واخیست او عامو خلکو ته یې هیڅ پام ونه کړو.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، افغان طالبانو د سرحد په خپله خوا کې د پاکستان او افغانستان د دوستۍ دروازه (Pak-Afghan Friendship Gate) ویجاړه کړه. چې د ویشل شویو قبیلو د متقابل تجارت او اسانتیاوو په اړه د هغوی ذهنیت په څرګنده توګه ښیې.
پوځي ویاند وایي چې په دې جګړه کې ۱۵ نه تر ۲۰ افغان طالبان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي. آی ایس پي آر زیاته کړه چې وضعیت لا هم ترینګلی دی، او د نورو عسکرو د راټولېدو په اړه معلومات رارسیدلي، چیرته چې د فِتنہ الخوارج او افغان طالبانو د پټنځایونو په اړه معلومات ترلاسه کیږي.
آی ایس پي آر همدا راز ویلي، دغه پېښه د اکتوبر ۱۴مې او ۱۵مې نیټې په منځ کې د نورو تړلو حملو سره تړلې ده، کله چې طالب جنګیالیو او فِتنہ الخوارج عسکرو هڅه وکړه چې د خیبر پښتونخوا په کرم سیکټر کې پر پاکستاني سرحدي چوکیو برید وکړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغو حملو موثر ځواب ورکړل شو، چې افغان پوستو ته یې زیان ورسولو. دوی وایي چې د پاکستاني پوځیانو د موثر خو متناسب ځواب په پایله کې اته پوستې، چې شپږ ټانکونه هم پکې شامل وو، ویجاړې شوې. د ۲۵ نه تر ۳۰ افغان طالبانو او فِتنہ الخوارج جنګیالیو د وژل کیدو شک شته.
پاکستاني پوځ هغه راپورونه رد کړل چې پیشن ګویی کوی چی پاکستان دښمني پیل کړې یا یې کومې پوستې یا تجهیزاتو ته زیان رسیدلی وي، دغه ادعاوې یې توہین آمیز او ښکاره درواغ وبللې.
آی ایس پي آر ټینګار وکړو جی د طالبانو حکومت پروپیګنډی د بنیادی حقیقتونو په کتلو سره غلط ثابت کیدی شي.
د خپل بیان په پای کې، پوځ د ملي خپلواکۍ د دفاع په ژمنې ټینګار وکړو او ویې ویل چی وسله وال ځواکونه د پاکستان د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره ژمن او په مکمله توګه تیار دي. د پاکستان پر ضد د تیري د هر عمل ځواب به په مکمل ځواک سره ورکړل شي.
له دې وړاندې، د افغان طالبانو ویاند ذبیح اللہ مجاہد ویلي وو چې د سه شنبې په سهار وختي پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا د کندهار ولایت په سپن بولدک ضلعی کې پر افغان خاوره په سپکو او درنو وسلو بریدونه پیل کړل.
هغه ادعا وکړه چې د دې برید په پایله کې ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي او له ۱۰۰ زیات ټپیان شوي دي.