آیی ایم ایف (IMF) د نهې (سهشنبې) په ورځ اعلان وکړو چې د خپل نوي پروګرام وروستۍ کتنه/جایزه جاری کولو وروسته، د پاکستان لپاره يې د ۱.۲ ډالر اربه ډالرو نوې فنډنګ ورکولو/جاري کولو لپاره د عملې/کارکوونکو په سطحه تړون کړی دی.
دغه تړون چې لا يې دآیی ایم ایف ايګزيکټيو بورډ تائيد پاتې دی، یو اربه ډالره د “ايکسټينډډ فنډ فسيلټي” او ۲۰۰ ميلينه ډالره د “ريزيلينس اينډ سسټين ايبلټي فسيلټي” په نومونو شامل دي. د دې منظورۍ وروسته به، د دواړو انتظامونو لاندې ټولې ورکړل شوې پيسې تقريباً ۳.۳ اربه ډالرو ته ورسيږي.
د آیی ایم ایف په وينا، دا خبرې اترې د ستمبر له ۲۴مې څخه تر اکتوبر ۸مې پورې په اسلام آباد کې شوې او آیی ایم ایف د اقتصادي ثبات بيرته راوستو او د مارکيټ باور ستایلی دی. دې فنډ دا هم وويل چې د پاکستان اقتصادي پروګرام پر سمه لاره روان دی، او د ۲۰۲۵ مالي کال کې د ۱۴ کلونو وروسته، د لومړي ځل لپاره “کرنټ اکاونټ سرپلس” ثبت شوی دی.
د مالي نظم و ضبط په اړه، پاکستان د پروګرام په عملي کولو کې انعطاف ښودلی او د مالي هڅو ساتلو ژمنه يې کړې ده. حکومت هوډ کړی چې د ۲۰۲۶ مالي کال کې به د ۱.۶ ٪ جی ډی پی “پرايمري بجيټ سرپلس” ترلاسه کړي.
د پاکستان سټیټ بینک (SBP) لخوا د انفلیشن/پیسو زياتېدو کچه په ۵ څخه تر ۷٪ پورې هدف کې دننه ده، او مرکزي بینک به د اړتيا سره سم په خپله پاليسۍ کې بدلون ته دوام ورکړي.
آیی ایم ایف ومنله چې وروستيو سختو سيلابونو په اقتصادي ليدلوري، په خاص توګه د زراعت په برخه کې دروندوالی/بوجه راوړی او د ۲۰۲۶ مالي کال لپاره يې د جی ډی پی ودې اټکل/تخمين ۳.۲۵ څخه تر ۳.۵٪ پورې کم کړی دی. دې فنډ وويل چې دا سيلابونه د اقليمي بدلون شاکونو پر وړاندې د پاکستان زياته کمزوري په ګوته کوي.
چارواکو ژمنه وکړه چې د لګښت مطابق ټيرفونه به يقيني کوي تر څو د “ګردشي پورونو” نور راټولېدو مخه ونيول شي او د انرژۍ سیکټر مالي روغتيا بيرته راوړل شي.
پاکستان به د موسمي بدلون سره د مقاومت قوي کولو لپاره ” ګرين موبيلټي” اقدامات، د افتونو سره د مقابلې لپاره ښه فنډنګ، او د اوبو د سيسټم مديريت ښه کړي.
آیی ایم ایف په خپل بيان کې د پاکستاني چارواکو د همکارۍ مننه وکړه او د سيلاب ځپلو خلکو سره يې ژوره خواخوږي هم څرګنده کړه.