په امريکا کښې د مشهور سوشل ميډيا اپليکيشن ټيک ټاک د بندېدو له امله خلکو يو بل چيني اپليکيشن ريډ نوټ ته مخه کړې ده. تقريباً هغسې ځانګړتياوې او کارونه لري.
په تېره يوه هفته کښې په ريډ نوټ کښې د نويو کاروونکو شمېره ۲۰۰% زياته شوې ده.
هغه کاروونکي چې د ټيک ټاک د بندېدو له وېرې ريډ نوټ ته ځي او د ټېک ټاک هشټګ کاروي ترڅو وښيي چې ولې دوی مهاجرت کوي.
دا اپليکيشن چې په اصل کښې دژیانګشو په نوم پېژندل کېده. کاروونکو ته اجازه ورکوي چې عکسونه، ويډيوګانې او متن خپور کړي. دا په ۲۰۱۳ کښې جوړ شوی او د ۲۰۰۰ څخه زيات کارکوونکي لري. د دې مهم پانګوال چيني کمپنۍ بوېو کېپېټل او هونګ شان کېپېټل ګروپ دي. د دې اپليکيشن ارزښت ۱۷ بيلين ډالره دی.
د ريډ نوټ شاوخوا ۳۰۰ ميليونه کاروونکي اکثره چينايان دي. په همدې حال کښې ټيک ټاک د يوې چيني کمپنۍ لخوا د نړيوالو کاروونکو لپاره جوړ شوی او په چين کښې اصلاً موجود نه دی. د بڼې له مخې، ريډ نوټ تر ډېره د انسټاګرام سره پرتله شوی دی نه د ټيک ټاک سره.
لکه څنګه چې کاروونکي يو چيني اپليکيشن په بل بدلوي. اندېښنې شته چې ريډ نوټ هم د امريکايي چارواکو لخوا د ټيک ټاک په څېر په نښه کېدای شي د خپلو شتمنيو د پلورلو يا بنديز لګولو د قوانينو له لارې.
بايټ ډانس ته د امريکايي چارواکو لخوا د جنورۍ تر ۱۹ مئې نېټې پورې مهلت ورکړل شوی چې يا ټيک ټاک وپلوري او يا په هېواد کښې د بشپړ بنديز سره مخ شي. امريکا وايي چې دا اپليکيشن د ملي امنيت د دلايلو له مخې بندوي.
ټيک ټاک په سوشل ميډيا کښې د لنډو ويډيوګانو بڼه مشهوره کړه. په داسې حال کښې چې يو وخت د ميټا په ملکيت کښې فېسبوک او ټويټر، چې اوس د ايلون مسک ملکيت دی او نوم يې په X بدل شوی دی خو، واکمن وو.
په يوازې امريکا کښې د ۱۷۰ ميلينونو کاروونکو سره ټيک ټاک يو لوی شبکه شوه او په ځانګړي ډول د ځوانانو ترمنځ مشهوره وه.
په هرصورت د امريکا کانګرس د تېر کال په اپريل کښې يو قانون پاس کړ چې له مخې يې بايد بايټ ډانس ټيک ټاک وپلوري او يا په هېواد کښې له بنديز سره مخ شي. دا قانون د دې اندېښنو له امله و چې د يوې بهرنۍ کمپنۍ سوشل شبکه په هېواد کښې په پراخه کچه کارول کېږي. په داسې حال کښې چې د امريکا سترې محکمې لا تر اوسه پرېکړه نه ده کړې خو دا بنديز احتمالاً د جنورۍ په ۱۹مه نافذ شي.