د پېښور (CTD) او پولیسو په ګډ اپریشن کښې په ریګي لالمې کښې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ډلې درې فعال وسله وال وژلي دي. دا اپریشن د اوږدې تکنیکي څارنې وروسته ترسره شول چې په ترڅ کښې یې وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته وشوه او په پایله کښې یې درې واړه وسله وال ووژل شول.
په وژل شویو کښې یو د عبدالله عرف جواد په نوم افغان وګړی دی. د نورو دوو پېژندنه لاهم روانه ده. له دوی څخه د ایم ۴ او ایم۱۶ رایفلونو، یوې SMG، ۲.۵ کیلو ګرامه بم (IED)، یو لاسي بم څلور سمارټ فونونه، ۱۲۵ مرمۍ او شپږ مجلې ترلاسه شوې دي.
استخباراتي معلومات ښیي چې دا ډله په پېښور کښې د ۱۸ بریدونو مسؤله وه. په دې بریدونو کښې د پولیسو چیک پوسټ، ګاډي او ولسي کسان په نښه شوي چې له امله یې د امنیتي ځواکونو او عامو خلکو ته نقصان او مرګ ژوبله ورسیده. په دی پېښو کښې د پولیسو په چیک پوسټونه بریدونه شامل دي چې په ترڅ کښې یې د پولیسو او فرنټیر کور (FC) ډیر افسران وژل شوي او همدا راز د چاودېدونکو توکو بریدونه او کمینونه هم شوي دي. دوه ولسي وګړي د باج اخیستلو په هڅه کښې هم په نښه شوي وو.
لومړنۍ څیړنې ښیي چې دا وسله وال د تی تې پی د یوې ډلې برخه وه چې د بهرنیو مشرانو تر لارښوونې لاندې یې کار کاوه او له بهر څخه ورته پیسې رارسېدلې. ویل کیږي چې دې ډلې د امنیتي ځواکونو، تاسیساتو او د حکومت پلوو کسانو په وړاندې د نورو بریدونو پلان لرلو.