په پېښور کښي د ۱۵ جولای ۲۰۲۵ نن ورځ د خېبرپښتونخوا په سول سیکرېټریټ پېښور کښې د باجوړ روانې ناامنۍ او د ترهګرۍ وروستیو پېښو ته په کتو سره يوه مهمه او لوړه کچه جرګه ترسره شوه.
په دې جرګه کښې د خېبرپښتونخوا د حکومت لوړ پوړو چارواکو، د پوليسو او امنيتي ادارو افسرانو، د باجوړ سياسي مشرانو، ديني عالمانو او معززو مشرانو ګډون کړی و.
دغه جرګه د هغو ناوړه پېښو په پس منظر کښې راغوښتل شوې وه. چې په تېرو دوو مياشتو کښې یې ګڼ شمېر بې ګناه خلک، امنيتي پرسونل، او لوړ پوړي چارواکي قرباني کړي دي. په دغو پېښو کښې د مولانا خان زیب، د ناوګۍ اسسټنټ کمېشنر فیصل اسماعیل، تحصیلدار عبدالوکیل او ګڼ شمېر امنيتي سرتېري شهيدان شوي دي.
جرګه د شهيدانو له کورنیو سره د غمرازۍ څرګندونه وکړه او د دوی د لوړو درجاتو لپاره يې ګډه دعا وکړه.
د جرګې ګډونوالو د باجوړ د ولس قربانۍ وستایلې او څرګنده یې کړه چې د دايمي امن لپاره د ولس او ادارو ترمنځ باور او اړیکې پیاوړې کول ډېر مهم دي. هغوی له حکومته غوښتنه وکړه چې د امن د ساتنې لپاره ګامونه واخلي او دا هڅې دې د ولس له ستونزو سره سمون ولري.
په دې موقعه د خېبرپښتونخوا سرپرست چیف سېکرټري او د پوليسو مشر جرګې ته ډاډ ورکړی چې د حکومت لومړيتوب د امن ټينګښت دی او دا به د ولسي مشورې او باور پر بنسټ تر سره کېږي.
هغوی اعلان وکړ چې پر ترهګرو به بې توپيره عمليات کېږي او د هوښیار استخباراتي معلوماتو پر بنسټ به هدفي عمليات دوام لري. هغوی زياته کړه چې د باجوړ امن د ټولو ګډ مسئوليت دی او ټول سياسي ګوندونه، مشران، ولس، حکومت او امنيتي ادارې بايد يو موټی شي.
د سرپرست چیف سېکرټري په وینا د باجوړ د ژغورلو لپاره به يوه د رابطې کميټي جوړه شي. چې هره هفته به غونډې کوي او د امن په اړه به ولس ته معلومات ورکوي.
هم دارنګه د جرګې نورو غوښتنو ته هم پام شو. لکه د شهيدانو د معاوضې ورکړه، د بډو او باج اخيستونکو پر ضد اقدامات او د ولس غوښتنې حکومت ته رسول باندي به هم معاوضه ورکړله شي. جرګه د دعا سره پای ته ورسېده.