برتانیې حکومت د (ګل) سه شنبې په ورځ د پاکستاني زده کوونکو او کارکوونکو لپاره ای-ویزا (برېښنایی ویزا) په لاره واچوله. دا نوښت د پرمختللي سرحد او مهاجرت سیسټم یوه برخه ده. چې د ډیری زده کوونکو او کارګرانو ویزو لپاره فزیکي مهاجرت اسناد د ډیجیټل مهاجرت وضعیت ثبوت سره بدلوي.
دا اعلان د نوي لاسلیک شوي سوداګرۍ خبرو اترو میکانیزم تړون او د برتانیا-پاکستان سوداګریزې مشورتي شورا له رامینځته کیدو سمدستي وروسته شوی. چې دواړه یې هدف د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده.
په اسلام اباد کښې د برتانیا لوی کمیشن (BHC) د یوې اعلامیې له مخې ای-ویزا په انلاین بڼه د یو شخص د مهاجرت اجازه ده چې په انګلستان کښې د ویزې پروسه ساده او خوندي کړي. BHC یادونه وکړه چې ملیونونه خلک لا دمخه د ټاکلو مهاجرت لارو لپاره له ای-ویزا څخه کار اخلي.
د ای-ویزا لپاره شرایط په لاندې ډول دي: زده کوونکي (په شمول هغه کسان چې د ۱۱ میاشتو لپاره لنډ مهاله زده کړې کوي)، د نړیوال سوداګرۍ خوځښت مختلفې لارې (مشر یا متخصص کارګر، فارغ التحصیل روزونکی، د انګلستان پراختیایی کارګر، خدماتي عرضه کوونکی، د سپارنې کارګر)، نړیوال استعداد، نړیوال ورزشکار، ماهر کارګر (په شمول روغتیا او پاملرنه)، د لنډمهاله کار ډیری لارې (خیریه کارګر، تخلیقي کارګر، د حکومت لخوا منظور شوی تبادله، نړیوال تړون، او مذهبي کاري لارې)، او د ځوانانو خوځښت سکیم.
هغه غوښتونکي چې د انحصار کونکو په توګه یا د زده کړې او کار پرته نورو ویزو لپاره (د بیلګې په توګه، عمومي لیدونکي ویزا) غوښتنه کوي. لاهم به فزیکي ویزې ته اړتیا ولري. هغه کسان چې اعتبار لرونکې فزیکي ویزې لري. اړتیا نه لري چي څه اقدام وکړي.
د برتانیې لوی کمیشنرې جین ماریوټ د زده کوونکو او کارکوونکو لپاره د ویزې پروسې پر ساده کولو ټینګار وکړ او د غوښتونکو لپاره یې د خپلو پاسپورټونو ساتلو ګټه په ګوته کړه. هغې روښانه کړه چې دا بدلون به د مهاجرت په موجوده وضعیت اغیزه ونکړي. د ویزې هغه لرونکي چې له شپږو میاشتو څخه زیات پاتې کیږي. اړ دي چې د UKVI (د انګلستان ویزې او مهاجرت) حساب جوړ کړي. چې د دوی د مهاجرت وضعیت انلاین ریکارډ دی. د برتانیې حکومت اراده لري چې ای-ویزا سکیم بالاخره ټولو ویزو غوښتنلیکونو ته پراخ کړي.