به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) وایي چې د افغانستان نږدې شل ولایتونه د سختې وچکالۍ له امله له ستر ناورین سره مخ دي. دغه سازمان د ټولنیزې رسنۍ ایکس(پخوانی ټویټر) له لارې ویلي. چې روانه وچکالي د افغانستان د خلکو ستونزې څو برابره ډېرې کړې دي او په ځانګړې توګه د هېواد شمالي ولایتونه تر ټولو ډېر زیانمن شوي دي.

د FAO په وینا وچکالۍ نه یوازې کرنیز محصولات کم کړي بلکې څړځایونه یې وچ کړي او د څښلو او کرنیزو اوبو سرچینې هم د کمېدو له خطر سره مخ کړې دي. دا حالت د دې لامل شوی چې بزګران له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شي، حاصل یې خراب شي، او د حیواناتو لپاره واښه او اوبه ونه مومي.

دغه سازمان دا هم وایي چې که څه هم وچکالي د ټول افغانستان خلکو ته بدې اغېزې رسولي دي. خو کلیوالي یا پر کرنه تکیه کوونکي خلک یې تر ټولو ډېر اغېزمن کړي دي. د دوی ژوند، عاید او خوراکي اړتیاوې ټولې د طبیعي سرچینو پورې تړلې دي. چې اوس ورسره د ختمېدو په حال کښې دي.

د FAO چارواکو اندېښنه څرګنده کړې چې که سمدلاسه مرسته و نه شي او یا د اوبو د مدیریت، ذخیره‌سازۍ او د باران د اوبو د ساتلو پراخه پروګرامونه عملي نه شي. نو دا وچکالي به د افغانستان د خوړو خوندیتوب له یو جدي بحران سره مخ کړي او له بده مرغه، ممکن میلیونونه کسان د لوږې، بې‌ځایه کېدنې او فقر ښکار شي.

په پای کښې نړیوال سازمانونه، مرسته کوونکي هېوادونه او د افغانستان مؤقت حکومت ته پکار ده چې د وچکالۍ د اغېزو کمولو لپاره بېړني او دوامدار ګامونه پورته کړي.

نور ولولئ