به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د مارچ په ۱۱مه په بلوچستان صوبه کښې پر مسافر وړونکي ریل ګاډي برید په کلکه توګه غندلی دی.

لږ تر لږه ۲۵ پاکستاني وګړي هغه مهال ووژل شول کله چې جعفر ایکسپریس له کويټېه څخه پیښور ته روان و او سیبي ته نږدې پرې برید وشو. یو شمیر مسافر یرغمل هم ونیول شول.

د بلوچستان لیبرېشن آرمي مجید بریګیډ د دې برید ذمه وارې په غاړه اخیستی ده، کوم چې د امنیت شورا ناوړه او بزدلانه بللی دی.

یو بیان چی د جمعی په ورځ خپور شو د امنیت شورا د قربانیانو کورنیو او د پاکستان خلکو ته خپل ژور تسلیت وړاندې کړ او د ټپیانو له پاره یی د ژر روغتیا هیله یې وکړه.

د امنیت شورا بیا وویل چې په خپلو ټولو بڼو کښې ترهګري د نړیوالې سولې او امنیت لپاره یو جدي خطر دی. غړو د دې برید د ذمه وارو عاملینو، تنظیم کوونکو، مالي مرسته کوونکو او ملاتړو  د حساب ورکولو او عدالت ته د راوستلو پر اهمیت ټینګار وکړ.

هغوی ټولو هیوادونو ته زور ورکړ چې د پاکستان له حکومت سره د نړیوالو قوانینو او د امنیت شورا د اړوندو پریکړو سره سم، په خپلو تحقیقاتو او کیسونو هڅو کښې بشپړه همکاري وکړي.

په دې اعلامیه کښې ټینګار شوی و چې علاوه ده دې چې مقصد يې څه هم وې ترهګري هیڅکله د توجیه وړ نه دې . شورا د ټولو قانوني لارو څخه د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره نړیواله ژمنه بیا تایید کړه، په داسې حال کښې چې د نړیوالو بشري حقونو، مهاجرینو او بشردوستانه قوانینو ته درناوی کیږي.

نور ولولئ