په لاهور کښې سې ټې ډې د ترهګرو یو لوی پلان د جمعې په شپه شنډ کړ.
د یوې اعلامیې له مخې سي ټي ډي د لاهور د برکي روډ سره نږدې د ترهګرو د موجودګۍ په اړه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات وکړل. خو شکمنو کسانو د سي ټي ډي چارواکو په رسېدو ډزې وکړې.
د ډزو په تبادله کښې یو ترهګر ژوبل شو خو له سیمې په تېښته بریالی شو. خو بل ترهګر یو ځانمرګی بریدګر ونیول شو.
له نیول شوي ترهګر څخه یو ځانمرګی واسکټ، د خوندیتوب فیوز تار او چاودېدونکي توچیزونه ترلاسه شول. نیول شوی ځانمرګی بریدګر حافظ شمس نومېږي او د تحریک طالبان پاکستان سره تړاو لري.
له پېښې وروسته پولیس سیمې ته ورسېدل او د نور ترهګر د نیولو لپاره یې پلټنې پیل کړې.
چارواکي وايي چې ترهګرو په لاهور کښې د یو لوی برید پلان درلود. په دې اړه کیس درج شوې دی.
منعه شوې ډلې ټي ټي پي د دې منصوبې ذمه واري منلې ده.