پاکستان په ایران د اسرائیلو پراخو هوایي بریدونو په کلکه غندنه کړې او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یې خبرداری ورکړی چې دا بریدونه د نړیوالې سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ دی.
د جمعې په ورځ د امنیت شورا بیړنۍ غونډې ته په وینا کښې د ملګرو ملتونو لپاره د پاکستان سفیر عاصم افتخار احمد د اسرائیلو دا کړنې ناحق او غیر قانوني تیری وباله. چې د ایران پر حاکمیت او د ملګرو ملتونو پر منشور سرغړونه ده.
دا بیړنۍ غونډه په ایران د بریدونو وروسته د ایران په غوښتنه راغوښتل شوې وه. ویل کیږي چی په لسګونه کسان پکې وژل شوي دي. په شمول د ایران لوړ پوړي پوځي او ایټمي چارواکي هم وژل شوي دي. اسرائیلو ادعا کړې چې دا بریدونه یې د ایران ایټمي تاسیساتو او بیلسټک توغندیو فابریکو په نښه کړي او ټینګار یې کړی چې دا د ایران لخوا د ایټمي وسلو جوړولو مخنیوي لپاره اړین وو.
ایران د غچ اخیستو ژمنه کړې ده. سفیر احمد له ایران سره د پاکستان پیوستون بیا تکرار کړ او پر امنیت شورا یې غږ وکړ چې نړیوال قانون پلی کړي او د دې تیري سمدستي پای ته رسولو غوښتنه وکړي. هغه د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د سوله ایز حل اړتیا باندې ټینګار وکړ.
د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو مرستیالې منشي روزمیري ډی کارلو هم د زغم غوښتنه وکړه او د وضعیت پر زیاتیدو او د سیمې د بې ثباته کیدو په اړه یې اندیښنه څرګنده کړه. په ځانګړې توګه د امریکا او ایران ترمنځ د ایټمي خبرو د بیا پیلیدو په پام کښې نیولو سره ئي اندیښنه څرګنده کړه.
هغې د سوله ایز حل موندلو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو دوام اهمیت باندې ټینګار وکړ. د ایټمي انرژۍ نړیوالې ادارې (IAEA) مشر رافایل ګروسي هم شورا ته وینا وکړه او په ایټمي خوندیتوب او امنیت باندې یې د بریدونو جدي اغیزې په ګوته کړې او ټینګار یې وکړ چې ایټمي سایټونه باید هیڅکله په نښه نشي.
هغه IAEA د خبرو اترو او تخنیکي ښکیلتیا لپاره د یوې بې طرفه پلیټفارم په توګه وړاندې کړه. د پاکستان په بیان کښې په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو منشور ۵۱ ماده راوړل شوې. چې د ځان دفاع لپاره د ایران حق تاییدوي. دا هغه دریځ دی چې د ډیری نورو هیوادونو څخه د پاکستان دریځ توپیر کوي.
د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم له خپل ایراني سیال سره خبرې وکړې او د بریدونو په اړه یې د پاکستان غندنه څرګنده کړه او د تلفاتو په اړه یې خواخوږي څرګنده کړه.
