د مې په شپږمه او اوومه د هند د توغندیو په بریدونو کښې د وژل شویو سرتېرو شمېر ۱۳ ته ورسېد. وروسته له هغې چې دوه نور سرتېري د ټپونو له امله مړه شول.
د انټر سروسز پبلک ریلیشنز په وینا په وژل شویو سرتېرو کښې د پاکستان پوځ حوالدار محمد نوید شهید او د پاکستان هوایي ځواک سینیر ټیکنیشن محمد ایاز شهید شامل دي.
آی ایس پی آر وویل چي د دوی دا لوړه قرباني د دوی د زړورتیا دندې ته د وقف او نه ماتېدونکي هیواد پالنې یو تلپاتې ثبوت دی.
په خبرپاڼه کښې زیاته شوې ده چي د دوی قرباني به د تل لپاره د ملت په ګډ یاد کښې ځای ولري او راتلونکي نسلونه به هڅوي.
آی ایس پی آر مخکې ویلي وو چې په دغه برید کښې ۱۱ وسله وال سرتېري او ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي دي. په دغو بریدونو کښې ۷۸ سرتېري او ۱۲۱ ملکي وګړي هم ټپیان شوي وو.
پاکستان د هند د دې تېري په ځواب کښې د بنیان مرصوص په نوم عملیات پیل کړل او د هند په ۲۶ پوځي هدفونو یې بریدونه وکړل. له دې عملیاتو وروسته د امریکا په منځګړیتوب د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند وشو.