وروستۍ جګړه د هند او پاکستان ترمنځ که څه هم په اوربند پای ته ورسېده. د پاکستان سټراټیژیک هوډ یې یو ځل بیا روښانه کړ. دې وښودله چې د پاکستان پوځ د لویو ګواښونو په وړاندې په ارامۍ او ځواک سره غبرګون ښودلو ته مسلکي او وړ دی.
دې شیبې نه یوازې ملي غرور راژوندی کړ بلکې په نړیواله کچه په ځانګړې توګه د خلیج په سیمه کښې یې تصورات بدل کړل. اوس یو ځل بیا پاکستان په اسلامي نړۍ کښې د یو مهم پوځي ځواک په توګه لیدل کیږي.
کالونه کیږي چې د پاکستان پوځ په کور دننه او بهر له نیوکو او شکونو سره مخ و. د هغه په رول باندې شکونه وو او د سیمه ایزو او داخلي ننګونو په وړاندې د هغه په عملي کولو باندې اندیښنې وې. خو وروستیو پیښو دا ډیری ناڅرګندتیاوې له منځه یوړې. وسله والو ځواکونو په ستاینې وړ عزم او نظم سره پیژندنه ترلاسه کړې او د یوه داسې هیواد باوري انځور یې وړاندې کړی چې له ستونزو سره په ټینګه مبارزه کولو ته چمتو دی.
د هند هغه هڅې چې د پاکستان انځور خراب کړي. په بریالیتوب سره شنډې شوې. نړۍ ولیدل چې پاکستان نه یوازې د خپلې خپلواکۍ دفاع کولو توان لري. بلکې په احتیاط او ستراتیژۍ سره ځواب ورکولو ته هم چمتو دی. دا شیبه د بیا ارزونې غوښتنه کوي – نړیواله ټولنه باید له زړو تصوراتو څخه تیر شي او له پاکستان سره د یو داسې ملت په توګه تعامل وکړي چې وړتیا او مقصد لري.
دا بدلون په سیمه ایزه کچه مهمې پایلې لري. وروستیو پیښو په سویلي ایشیا کښې ستراتیژیک فکر نوی کړی. چیرې چې د واکمنۍ کیسې ډیری وختونه د رسنیو او ډیپلوماټیکو ویناوو له خوا پرمخ وړل کیږي. د پاکستان متوازن ځواب په یوه بې ثباته سیمه کښې د توازن او مخنیوي اهمیت په ګوته کړی. سربیره پردې چي د ملي یووالي نندارې په کور دننه د خلکو باور بیا ژوندی کړی دی. د هیواد په ګوټ ګوټ کښې خلکو د سیاسي اختلافونو سره سره له وسله والو ځواکونو سره خپله خواخوږي او ویاړ څرګند کړ. خو لکه څنګه چې د یووالي دا څپه کمیږي. یو ژور ملي بحث باید پیل شي – هغه بحث چې د ملکي واک او نظامي بنسټونو ترمنځ د باثباته توازن په اړتیا ټینګار کوي. یو سالم ډیموکراسي نه یوازې په قوي دفاع پورې اړه لري بلکې په حساب ورکوونکي حکومتولۍ پورې هم اړه لري. چیرې چې ملکي مشران د اوږدې مودې ملي لوری ټاکي.
په نړیواله کچه د اعتبار له بیا ترلاسه کولو سره پاکستان اوس باید خپل کور ته مخه کړي. وخت رارسیدلی چې له اوږدمهاله کورنیو ننګونو سره مخ شو. مونږ باید په ښه حکومتولۍ پانګونه وکړو. د عدلي سیسټم پیاوړی کړو او بنسټونه د شفافیت، حساب ورکولو او د خلکو د باور د یقیني کولو لپاره اصلاح کړو. دا یوازې د اداري دنده نه ده بلکې یو ملي اړتیا ده.
هغه سخته جګړه په نړیواله کچه د خپل عزت بیرته ترلاسه کول، ګټل شوې ده. هغه څه چې مخکې دي. له دې څخه لږ مهم نه دي. د تلپاتې سولې او ثبات د خوندي کولو لپاره زمونږ د داخلي جوړښتونو بیا رغونه کيږي. اجازه راکړئ چې دا د ملت نوي کیدو پیل وي. یو داسې پیل چې په اصلاحاتو، یووالي او راتلونکي ته په نه ستړي کیدونکي ژمنتیا ولاړ وي.