به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ وویل چې په پاکستان کښې د هند د سفارت یو کارکوونکی ناغوښتل شوی شخص اعلان شوی او ورته ویل شوي وو چې په ۲۴ ساعتونو کښې هیواد پریږدي.
د بهرنیو چارو وزارت په وینا دا اقدام ځکه وشو چې دغه چارواکی داسې فعالیتونو کښې ښکیل وموندل شو چې د هغه له امتیازي حیثیت سره سمون نه خوري.
اعلامیه زیاتوي چې دغه چارواکي ته لارښوونه شوې ده چې په ۲۴ ساعتونو کښې هیواد پریږدي.
د بهرنیو چارو وزارت دا هم وویل چې په دې اړه د هند شارژدافیر احضار شوی او یو یادداشت ورته سپارل شوی دی.
که څه هم د بهرنیو چارو وزارت د دغه کارکوونکي هویت نه دی په ډاګه کړی. خو ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه غړی شنکر ریډي چینتالا پیژندل شوی دی.
دواړو هیوادونو د مې په ۱۰مه نېټه د توغندیو له بریدونو وروسته چې په پاهلګام برید کښې د هند له خوا پر پاکستان د تورونو له امله رامنځته شوې وې اوربند ته هوکړه وکړه. پاکستان دا ادعا رد کړې ده.
حتی د اوربند له دوام سره سره د دواړو هیوادونو ترمنځ تاوتریخوالی لا هم لوړ دی. د هند لومړي وزیر نریندرا مودي پاکستان ته ویلي چې دوی به یوازې له پاکستان سره د ترهګرۍ په اړه خبرې وکړي او پاکستان د مودي څرګندونې د مایوسۍ ښودنه بللې ده.

نور ولولئ