به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

د بولان میل ټرین په اړه چې د کراچۍ څخه کويټې ته روان و. د امنیتي وجوهاتو له امله د یکشنبې په شپه په جیکب آباد سټیشن کښې ودرید.

 د پاکستان ریلوې چارواکو وویل چې په بلوچستان کښې د شپې د ټرینونو په تګ راتګ بندیز لګېدلی دی.

 دا ټرین چې شاوخوا ۱۵۰ مسافر یې لېږدول ناوخته جیکب آباد ته ورسېد. چارواکو د امنیتي اجازې ترلاسه کولو پورې د دې نور تګ راتګ منع کړ.

 د ریلوې اجرایوي رییس امیر علي بلوچ وویل چي که ټرین ته اجازه ورکړل شوې وای. نو تر نیمې شپې وروسته به سیبي ته رسېدلی وای.

  د اجازې په ځنډ سره مسافرو ته تر سهاره پورې انتظار ویل شوی و. خو هغه مسافر چې غوښتل یې خپل سفر ته دوام ورکړي. هغه له ټرین څخه ښکته شول او د امنیتي اسکورت لاندې په بسونو کښې کويټې او نورو ځایونو ته ورسول شول.

  ځینو مسافرو ته جزوي پیسې بیرته ورکړل شوې دی. خو نورو بیا شکایت وکړ چې د کويټې د سفر لپاره یې پیسې ورکړې وې. خو هیڅ پیسې یې بیرته ترلاسه نه کړې. دا د ناراضه مسافرو لخوا د اعتراض لامل شو. ځکه چې دوی د خپلو وروستیو ځایونو ته د رسیدو لپاره اضافي لګښتونو له امله ناعادلانه چلند احساس کاوه.

  د دې پېښې په ځواب کښې پاکستان ریلوې د بولان میل د مهالویش د بدلولو اعلان وکړ چې د سې شنبې په ورځ د کراچۍ ښار سټیشن څخه د ماښام ۷ بجو پر ځای د ماسپښین ۳ بجې پیل شو. مسافر وهڅول شول چې خپل سفري پلانونه د دې مطابق تنظیم کړي.

  د بولان میل ټرین درول د جعفر ایکسپریس له هغه پېښې یوه میاشت وروسته وشو. چې سیبي ته نږدې وتښتول شو او ۴۰۰ مسافر یې لېږدول. په دې برید کښې لږ تر لږه ۲۶ مسافر وژل شوي وو. مخکې لدې چې امنیتي ځواکونو خپل عملیات پای ته ورسول او ۳۳ ترهګر یې ووژل. د منع شوي بلوچستان ازادۍ پوځ د دغه برید مسوولیت منلی و.

نور ولولئ