د بلوچستان وزیر اعلی سرفراز بګټي او د آی ایس پي آر ډي جي لیفټیننټ جنرل احمد شریف چودري د جمعې په ورځ د بلوچستان د ریل ګاډي د برید په اړه یو خبري کانفرنس وکړ. دوی د پیښې او د امنیتي ځواکونو د ځواب په اړه معلومات ورکړل. ډي جي آی ایس پي آر زیاته کړه چې هندوستان په بلوچستان کښې د ترهګرۍ اصلي ملاتړی دی.
وزیر اعلی بګټي دا برید وغندلو او د بې وسلې خلکو په نښه کول یې رد کړل. هغه زیاته کړه چې دا ترهګري د بلوچانو د شکایتونو په نوم کیږي مګر د بلوچانو سره هیڅ تړاو نلري. لکه څنګه چې تحریک طالبان له اسلام سره هیڅ تړاو نلري.
ډي جي آی ایس پي آر بیا د عملیاتو په اړه تفصیل ورکړ او زیاته یې کړه چې ترهګرو په ریل ګاډي باندې د چاودیدونکو چیزونو (آی ای ډي) برید وکړ. هغه زیاته کړه چې ترهګرو په ډېر شمېر سره نږدې د ایف سي په پوسټ هم برید وکړ او درې سرتیري یې شهیدان کړل.
هغه زیاته کړه چې ترهګرو د ریل ګاډي مسافر یرغمل کړل. هغه زیاته کړه چې یرغمل په څو ډلو وویشل شول. ښځې او ماشومان یې په ریل ګاډي کښی دننه وساتل او نور یې بهر وساتل. هغه زیاته کړه چې یرغمل په وار وار سره وژل کیدل ترڅو په دوی کښې وېره خپره شي.
ډي جي آی ایس پي آر وویل چې ترهګرو د قومي پروفایل کولو وروسته ځینې یرغمل خوشې کړل ترڅو د انسانيت غلط تاثیر ورکړي.
شریف وویل چې امنیتي ځواکونو په ترهګرو باندې د ټوپکونو ډزې پیل کړې. چې ځینې یرغمل ته یې په دواړو خواو کښې د تیښتې اجازه ورکړه. خو ځینې تښتیدونکي یرغمل هم وویشتل شول.
هغه زیاته کړه چې ځانمرګي برید کوونکي چې د یرغمل په منځ کښې ځای پرځای شوي وو له منځه یوړل شول. وروسته د ایس ایس جي د ځانګړي ځواک زرار یونټ سرتیري د انجن له لارې ریل ګاډي ته ننوتل ترڅو د پاکولو عملیات پیل کړي. هغه د ایس ایس جي د کمانډو د ننوتلو ویډیو هم وښودله.
شریف وویل چې دا عملیات د ریل ګاډي د ژغورنې په برخه کښې ترټولو بریالي وو ځکه چې د پاکولو عملیاتو په جریان کښې یو هم مسافر ونه وژل شو. هغه په ریل ګاډي کښې د وژل شویو ترهګرو عکسونه هم وښودل. هغه زیاته کړه چې په غرونو کښې د پاتې ترهګرو د له منځه وړلو لپاره د پاکولو عملیات لاهم روان دي.
ډي جي آی ایس پي آر زیاته کړه چې هغه وسلې چې ترهګرو لرلی هغه له افغانستان څخه راغلې وې او برید کوونکي په دوام لرونکی توګه له خپلو افغان مدیرانو سره په اړیکه کښې وو. هغه زیاته کړه چې په بلوچستان کښې د ترهګرۍ اصلي ملاتړی هندوستان دی.
وزیر اعلی بګټي زیاته کړه چې را (RAW) ترهګریزې ډلې سره یوځای کوي چې معمولا د ایډیالوژیکي مخالفت په مقابل کښې ښکاري. هغه زیاته کړه چې پاکستان د صوبی په بې ثباتۍ کښې د بهرني لاس د ښکیلتیا بشپړ شواهد لري.