| به‌روزرسانی دربارهٔ |16:55

د انټر سروسز پبلک ریلېشنز (آی‌اېس‌پي‌آر) په وينا، د تاجکستان د دفاع وزیر کرنل جنرال سوبیرزودا عمومالي عبدالرحیم په راولپنډۍ کې د جي اېچ کيو په مرکزي دفتر کې د پاکستان د پوځ له مشر فیلډ مارشال سید عاصم منیر، نښان امتیاز (ملټري) او هلال جرات سره لیدنه کړې ده.

د آی‌اېس‌پي‌آر د بیان له مخې، په دې ملاقات کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګډو ګټو، سیمه ییز امنیت او دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ خبرې شوې دي.

آی‌اېس‌پي‌آر وویل چې دواړو لورو د موجوده پوځي همکاریو د پراخولو پیاوړی عزم څرګند کړ، په ځانګړي ډول د روزنې، د ترهګرۍ ضد مبارزې او سیمه ییز امنیت په برخو کې.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې په وينا، معزز مېلمه کرنل جنرال عبدالرحیم د پاکستان د پوځ مسلکي وړتیاوې وستایلې او د سیمه ییز ثبات او سولې په ټينګښت کې یې د دې پوځ مهم رول وستایه.

د پاکستان د پوځ ویاند زیاته کړه چې د پوځ مشر فیلډ مارشال سید عاصم منیر د سیمې د ټولیز ثبات او هوساینې لپاره د ګډو هڅو پر اهمیت ټینګار وکړ او له تاجکستان سره د دفاعي او امنیتي اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره د پاکستان عزم بیا تأیید کړ.

نور ولولئ