به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

په پاکستان کې د انټرنېټ کاروونکي ښايي په راتلونکو ۱۸ ساعتونو کې له سست انټرنېټ او نړیوالو اړیکو کې د پرېکون سره مخ شي. دا ځکه چې د هېواد په یوه مهمه سمندري کیبل (Submarine Cable) باندې د ترمیم کار شروع کیږی.

​د پاکستان ټیلي کميونيکېشن کمپنی لمیټډ (PTCL) د یوې اعلامیې له مخې، د دې خراب شوي “ریپیټر” (Repeater) ترمیم به د نهې (سې شنبې) په ورځ د پاکستان د معياري وخت پر ۱۱ بجې پیل شي. پی ټي سي اېل وایي چې دا کار ښايي ۱۸ ساعته دوام وکړي، او په دې موده کې به کاروونکي د خدماتو د خرابۍ یا په نړیوالو اړیکو کې د ځنډ سره مخ وي.

​د پی ټي سي اېل ویاند وویل چی مونږ په دې ضروری ترمیم کې د ستونزو لپاره بښنه غواړو او د خپلو کاروونکو له صبر څخه مننه کوو. کمپنی دا هم وویل چې دوی د ستونزو د کمولو لپاره بدیل انتظامات کړي. خو کاروونکي به بیا هم د انټرنېټ په چټکتيا کې کمښت او ځينو نړیوالو وېب پاڼو ته په رسېدو کې ځنډ محسوسوي.

​د ټیلي کام چارواکو په وینا، د ریپیټر ترمیم او ټسټ (Test) کار له شروع کیدو وروسته به د نهی (سې شنبې) په ناوخته یا د شورو (چهار شنبې) په سهار د انټرنېټ خدمات بېرته عادي شي.

​د پاکستان انټرنېټي زیربنا (Infrastructure) په څو نړیوالو سمندري کیبل سیسټمونو باندې باور لري، لکه SEA-ME-WE 4، SEA-ME-WE 5، IMEWE، AAE-1، او PEACE. دا کیبلونه د هېواد د نړیوال انټرنېټي ټریفیک ډېره برخه انتقالوي. په دې کیبلونو کې هره ستونزه یا ساتنه اکثرا په ټول هېواد کې د انټرنېټي اړیکو د ستونزو لامل کېږي.

نور ولولئ