د پاکستان په پنجاب صوبه کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله مرګ ژوبله زیاته شوې ده او تر دې مهاله ۱۰۴ کسان مړه شوي دي. د پنجاب د افتونو اداره چي د پي ډي اېم اې په نوم پېژندل کېږي هغه وايي چې میلیونونه کسان له سېلاب څخه اغېزمن شوي دي.
د پي ډي اېم اې د معلوماتو پر بنیاد په راوي، چناب او ستلج سیندونو کې د اوبو کچې زیاتوالي د پنجاب په بېلا بېلو برخو کې ډېر زیانونه اړولي دي. ډېرې کرنیزې ځمکې او کورونه زیانمن شوي او په زرګونو خلک بې کوره شوي دي.
پي ډي اېم اې خبرداری ورکړی چې د بارانونو یوولسم پړاو به د ستمبر له ۱۶مې تر ۱۹مې نېټې پورې پیل شي. چې د سیندونو او ویالو د بیا ډکېدو لامل ګرځي. پي ډي اېم اې خلکو ته سپارښتنه کړې چې له سیندونو او د سېلاب له لارو لرې پاتې شي.
د دې ادارې مشر په خاص ډول له خلکو غوښتنه کړې چې د تفریح لپاره د سیندونو غاړو ته ورنشي. څو د پېښو مخه ونیول شي.
اوسمهال صوبائی حکومت او مرستندویه ادارې له سېلاب ځپلو سره د مرستو لپاره په عملیاتو بوخت دي. مرستندویه ډلې خلک خوندي ځایونو ته لېږدوي او دوی ته خواړه، اوبه او روغتیايي اسانتیاوې برابروي.