په پېښور کښي د ترهګرۍ ضد عدالت (ATC) د خیبر ضلعې اوسېدونکي جمشېر ته د ۲۴ کلونو بند سزا واوروله کوم چې د بمي موادو د لرلو په تور نیول شوی و. دا پرېکړه د پېښور ATC جج ولي محمد خان وکړه.
د عدالتي اورېدنې پر مهال څارنوالۍ عدالت ته وویل چې ملزم جمشېر د خیبر ضلعې پولیسو له خوا هغه مهال ونیول شو. کله چې د ده سره خطرناک بمي مواد وموندل شول. د څارنوالۍ وینا وه چې ملزم د یوې ناقانونه وسلهوالې ډلې سره تړاو لري او دا مواد یې د ترهګریزو فعالیتونو او ګډوډۍ د رامنځته کولو لپاره تیار کړي وو.
عدالت د شواهدو او ګواهانې له اورېدو وروسته دا جرم ثابت وباله او ملزم ته یې د ۲۴ کلونو بند سزا واوروله. دا پرېکړه د ترهګرۍ پر ضد د قانون (ATA) تر مادو لاندې صادره شوې.
یاده دې وي چې د خیبر ضلعې امنیتي ادارو او پولیسو د ترهګریزو هڅو په مخنیوي کښې دا یو مهم پرمختګ بللی او د دې پرېکړې هرکلی کوي.