د ۲۰۲۵م کال د جولای د میاشتې په ۱۳مه د یکشنبې په ماښام د خیبر پښتونخوا په سوات کښې یوه نر او یوه ښځه په ډزو ووژل شول. پولیس وايي دا پېښه د ناموسي وژنې په تور تر څېړنې لاندې ده. دا پېښه د مدینې په باشیګرام سیمه کښې شوې ده.
د وژل شوې ښځې یوه خپلوان لخوا د درج شوي لومړي معلوماتي راپور (FIR) له مخې د هغې خاوند اصلي شکمن دی. پولیس وايي خاوند یې په خپله ښځه شک درلود چې له وژل شوي سړي سره یې ناروا اړیکې درلودې. هغه تورن دی چې لومړی یې هغه سړی په ډزو وواژه، بیا کور ته راستون شو او خپله ښځه یې په ډزو ووژله او بیا یې په تبر ووهله.
په FIR کښې د پاکستان د پینل کوډ د ۳۰۲ مادې (له مخکې پلان شوې وژنه) او ۳۲۴ مادې (د وژنې هڅه) ذکر شوې ده. د شکمن کس د نیولو لپاره پلټنې روانې دي. چې اوس مهال تښتېدلی دی.
د سوات د پولیسو ویاند معین علي تایید کړه چې د ضلعي د پولیسو افسر (DPO) محمد عمر خان د مدینې سرکل DSP ته د دې پېښې د بشپړې څېړنې امر کړی دی.
دا پېښه په خیبر پښتونخوا کښې په وروستیو میاشتو کښې د ورته وژنو له یوې لړۍ وروسته شوې ده. چې په پاکستان کښې د ناموسي وژنو روانه ستونزه په ګوته کوي. د پاکستان د بشري حقونو کمیشن (HRCP) د معلوماتو له مخې ناموسي وژنې په ټول هیواد کښې یوه جدي ستونزه ده. چې په ۲۰۲۴ کال کښې په ځانګړې توګه په سند او پنجاب کښې ډېرې پېښې ثبت شوې دي. د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ څخه تر نومبر پورې، ۳۴۶ کسان د ناموس اړوند جرمونو قرباني شوي دي. د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۲ کلونو لپاره دا شمېرې په ترتیب سره ۴۹۰ او ۵۹۰ وې.