ولسمشر آصف علي زرداري د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۱۴مه (یکشنبه) یوه نوې قانوني فرمان لاسلیک کړ. چې له مخې یې د سرحدي امنیتي ځواک، فرنټیر کانسټبلري (FC) نوم فیډرل کانسټبلري ته بدل شو. دا اقدام فدرالي حکومت ته واک ورکوي چې دا ځواک په ټول هېواد کښې د نظم او قانون ساتلو، نورو امنیتي ادارو سره مرستې او د مختلفو امنیتي اړتیاوو د پوره کولو لپاره وکاروي.
د دې نوي قانوني فرمان دلیل د ملي امنیتي وضعیت بدلېدل دي. چې پکې بیړنۍ حالات، طبیعي آفتونه، داخلي ناکرارۍ او نوي ګواښونه شامل دي. دا قانون وایي چې د دې ننګونو سره د مقابلې لپاره یو ډیر انعطاف منونکی ځواک ته اړتیا ده. دا قانون فیډرل کانسټبلري ته اجازه ورکوي چې په ټول پاکستان کښې وګمارل شي.
کارپوهان په دې باور دي چې دا قانون فدرالي حکومت ته پوره واک ورکوي چې FC د هېواد په هر ځای کښې او د هر ډول امنیتي موخو لپاره وکاروي. د FC پخوانۍ دندې په کراچۍ (شاوخوا ۲۵ کاله مخکې پیل شوې)، پلازمېنې اسلام آباد او ګلګت بلتستان کښې (د CPEC او بندونو د ساتنې لپاره) د دې اقدام لپاره د مثالونو په توګه یاد شوي دي. دا قانون د FC د VIP اشخاصو د ساتنې لپاره د کارولو په اړه پخوانیو نیوکو ته ځواب ورکوي او وایي چې دا ځواک اوس د اسکورټ دندو لپاره کارول کیدی شي. چې په حقیقت کښې د لوړپوړو اشخاصو شخصي ساتنې ته اجازه ورکوي.
فیډرل کانسټبلري به د یو انسپکټر جنرال لخوا رهبري کیږي چې د فدرالي حکومت لخوا به ټاکل کیږي او په دوه څانګو به کار کوي: یوه امنیتي څانګه (چې موجوده FC پرسونل به پکې شامل وي) او یوه فدرالي ریزرو څانګه چې د بلوا ضد او ځانګړو ساتنیزو دندو لپاره ځانګړې شوې ده. دې ځواک ته به د مختلفو قوانینو لاندې واکونه ورکړل شي. لکه د ۱۸۹۸ کال د جنایي اجرااتو قانون، د ۱۹۹۷ کال د ترهګرۍ ضد قانون، او د ۲۰۰۲ کال د پولیسو امر. فدرالي حکومت دا واک هم لري چې د فیډرل کانسټبلري غړو ته د اړتیا سره سم اضافي واکونه ورکړي.