به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

د پاکستان د مالیې وزارت اعلان کړی چې په راتلونکي مالي کال کښې به پاکستاني وسله والو ځواکونو ته ځانګړې مالي مرسته ورکول شي. د مالیې سېکټري امدادالله بوسل د پنجشنبې په ورځ د ملي اسمبلۍ د مالیې او عایداتو کمېټې ته وویل چې افسرانو ته به د هغوی د اساسي معاش ۵۰ سلنه او کشرانو افسرانو (JCOs) او عسکرو ته به ۲۰ سلنه اضافه معاش ورکول شي.
دا اعلان په داسې حال کښې شوی چې د وفاقي پرمختیایي بجټ کمه شوې دی. چې د وکیلانو اندېښنې یې راپارولې دي. که څه هم وزارت دا مرسته تایید کړه خو د دې پرېکړې ټول مالي لګښتونه یې په ډاګه نه کړل او نه یې هم د افسرانو او عسکرو ترمنځ د دې مرستې په کچه کښې د توپیر په اړه وضاحت ورکړ. د مالیې وزیر محمد اورنګزیب ژمنه وکړه چې وروسته به نور جزییات وړاندې کړي.
په دې غونډه کښې نورې د بجټ اندېښنې هم وڅېړل شوې. لکه د عامه سیکټر د پراختیا پروګرام کمښت او د روان مالي کال تر پای ته رسېدو دمخه د لا زیاتو کمښتونو احتمال. وکیلانو په اقتصادي ودې او بېلابېلو اقتصادي شاخصونو باندې د دې کمښتونو د اغېزو په اړه اندېښنې څرګندې کړې. په دې بحث کښې د پاکستان پر وړاندې پرتو بېلابېلو اقتصادي ننګونو لکه د مالیاتو عاید، انفلیشن او د اقتصاد پر عمومي حالت هم خبرې وشوې.
د وسله والو ځواکونو لپاره د دې ځانګړي مالي مرستې خبر د هند سره د وروستیو پوځي شخړو وروسته راځي. پاکستان لږ تر لږه شپږ جنګي جېټ الوتکې نسکورې کړې وې او په هند کښې یې پوځي هدفونه ویشتلي وو. ده له هغي وروسته وو چې هند په څو پاکستاني ښارونو میزایل توغولې وو.

نور ولولئ