به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

پاکستان په سختو ټکو کښې پر ایران د اسرائیلو لخوا شوې جګړه غندلې دی. چې په ترڅ کښې يې يو ايراني پوځي قوماندان او ایټمي ساینس پوه وژل شوي دي. پاکستان دا کار ناروا بللې او د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي يې ګڼلې ده.
پاکستان د ايران له خلکو سره خپله يووالی څرګند کړی او غوښتنه يې کړې ده چې اسرائيل بايد د خپلو کړنو مسؤول وبلل شي.
د بهرنیو چارو وزارت بیان:
د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپل بیان کښې وویل چي پاکستان پر اسلامي جمهوریت ایران د اسرائیلو ناروا او بې دلیله تیری په کلکه غندي. د اسرائیلو پوځي بریدونه د اسلامي جمهوریت ایران د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خلاف ورزي ده او د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوال قانون د بنسټیزو اصولو ښکاره خلاف ورزي ده. د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې له مخې ایران د ځان دفاع حق لري.
پاکستان د ایران له خلکو سره په بشپړ یووالي ولاړ دی او دا ښکاره پارونې په کلکه غندي. چې د ټولې سیمې او له هغې بهر د سولې، امنیت او ثبات لپاره یو جدي ګواښ دی چې جدي پایلې لري.
پر نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو مسؤولیت دی چې نړیوال قانون وساتي. دا تیری ژر تر ژره ودروي او اسرائيل د خپلو کړنو مسؤول وبولي.
د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار بیان:
د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په خپل بیان کښې وویل چي پر اسلامي جمهوریت ایران د اسرائیلو بې دلیله بریدونه په کلکه غندم چې د ایران د حاکمیت ښکاره خلاف ورزي ده. دا کرکه کوونکی عمل د نړیوال قانون او د انسانیت ضمیر بنسټونه هم لړزولي دي او سیمه ایز ثبات او نړیوال امنیت ته یې سخت زیان رسولی دی. پاکستان د ایران له حکومت او خلکو سره یووالی لري.

نور ولولئ