دا خبر د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوې اعلامیې کښې خپور شوی دی. په دې اعلامیه کښې پاکستان د هند د لومړي وزیر هغه څرګندونې په کلکه رد کړې دي چې پاکستان یې پاروونکي او لمسوونکي ادعاوې بللې دي. پاکستان هند تورن کړی چې غلط معلومات خپروي او په سیمه کښې تاوتریخوالی زیاتوي.
اعلامیه زیاتوي چي په داسې حال کښې چې نړیوالې هڅې د سیمې د سولې او ثبات لپاره روانې دي. دا څرګندونې یو خطرناک زیاتوالی دی چې د غلطو معلوماتو، سیاسي فرصت طلبي او نړیوالو قوانینو ته په ښکاره سپکاوي ولاړ دی.
اعلامیه د هند د لومړي وزیر له خوا د پاکستان د وروستي اوربند منلو انځورول د نا امیدۍ او مایوسۍ نښې په توګه هم وغندل او دا یې یو بل ښکاره دروغ وباله. پاکستان د څو دوستو هېوادونو په منځګړتوب د اوربند او د تاوتریخوالي کمولو او سیمه ایز ثبات ته د خپلې ژمنې ټینګار وکړ.
وزارت هند د پهالګام په برید کښې پرته له باوري شواهدو د پاکستان په تورولو تورن کړ او ویې ویل چې هند له دې برید څخه د نظامي جرات توجیه کولو او له داخلي مسایلو څخه د پام اړولو لپاره کار اخلي.
اعلامیه زیاتوي چي د پاکستان انځورول چې په نا امیدۍ او مایوسۍ کښې د اوربند غوښتونکی دی. دغه یو بل ښکاره دروغ دی.
اعلامیه دا هم وايي چې هند له دې برید څخه د پاکستان بدنامولو، د جګړې د پلمې په جوړولو سره د نظامي جرات توجیه کولو، د کورنیو سیاسي موخو لپاره کار اخیستلو، په هندي غیرقانوني توګه نیول شوي جمو او کشمیر کښې د مخ پر زیاتیدونکي فرقه ایز تاوتریخوالي او بشري حقونو څخه د سرغړونو څخه د پام اړولو او د تل لپاره د بهرني ګواښ یو جوړ شوی داستان پیاوړي کولو لپاره کار اخلي.
پاکستان د ادعا شوي برید وروسته د هند کړنې وغندلې او ویې ویل چې د هند غبرګون په بې احتیاطۍ سره وضعیت نور هم خراب کړ او د پاکستان نظامي اډې یې په نښه کړې. چې د نه کنټرول کېدونکي زیاتوالي خطر یې رامنځته کړ.
وزارت د هند کړنې د تجاوز لپاره یو خطرناک مثال وباله او ویې ویل چې هند ټوله سیمه د ناورین څنډې ته کشوي. اعلامیه هند یو اصلاح غوښتونکی لوبغاړی وباله چې په سویلي ایشیا کښې د ستراتیژیک ثبات د خرابولو هڅه کوي او پایلو ته یې هیڅ پام نه کوي.
اعلامیې د هند د خپلو کړنو توجیه په کلکه رد کړه او ټینګار یې وکړ چې نورمال حالت دا دی چې هی چا له به اجازه ورنکړل شي چې د ملګرو ملتونو د منشور اصول او موخې وننګوي. لکه څنګه چې پاکستان په کلکه د خپلې حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د خپلو خلکو د امنیت په دفاع کښې په ښه توګه ثابته کړې ده. پاکستان د ځان دفاع حق بیا تکرار کړ او ټینګار یې وکړ چې د دوی ځواب په نښه شوی او د نظامي تاسیساتو په وړاندې متمرکز و او د دوی نظامي وړتیاوې یې په ګوته کړې.
وزارت د سیند د اوبو تړون (IWT) ته د هند د نه پاملرنې نیوکه هم وکړه او ویې ویل چې پاکستان به د تړون له مخې د خپلو حقونو د ساتلو لپاره ټول اړین اقدامات وکړي. اعلامیه هند په پاکستان کښې د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړ او د جمو او کشمیر د شخړې د سوله ایز حل لپاره یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړو او د کشمیریانو د هیلو په رڼا کښې د خپل ملاتړ بیا تکرار وکړ. چي په هغه کښي د ولسمشر ټرمپ د پخوانیو هڅو ملاتړ هم شامل وو.
اعلامیه زیاتوي چي په دې دوره کښې سوله ریښتینی ځواک دی. نړۍ ته د نمایشي نظامي توب او ځان ښودنې پر ځای د پختې رهبرۍ، سیمه ایزې همکارۍ او نړیوالو اصولو ته د احترام له لارې خدمت کیږي. هر راتلونکی تجاوز به هم په بشپړ عزم سره ځواب شي. مونږ هیله لرو چې هند به د خپلو اتباعو د هوساینې او سیمه ایز ثبات ته د تنګ نظره او سیاسي انګیزې لرونکي جنګ غوښتنې پر ځای لومړیتوب ورکړي.