د پاکستان کرکټ بورډ (PCB) چیئرمین محسن نقوي د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د HBL پاکستان سوپر لیګ (PSL) پاتې اته لوبې له هند سره د شخړې له امله ځنډول شوې وې. ده لوبي به د مې له ۱۷مې بیا پیل شي او فاینل یې د مې په ۲۵مه ټاکل شوی دی.
پي ایس ایل د هند یوې بې پایلټه الوتکې تیره هفته د راولپنډۍ کرکټ سټیډیم ته نږدې د رالویدو وروسته لومړی متحده عربي اماراتو ته منتقل کړلي شو او بیا وروسته وځنډول شو.
نقوي نن په X (پخوا ټویټر) باندې په یوه پوسټ کښې وویل چې لیګ به له هغه ځایه پیل شي چیرې چې پاتې شوی و. هغه لیکلي دي چي اجازه راکړئ چې فضا غالبه شي. ځکه چې مونږ يو ځائي شو او د کرکټ روح ولمانځو.
د پاکستان کرکټ بورډ (PCB) چیئرمین محسن نقوي د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د HBL پاکستان سوپر لیګ (PSL) پاتې اته لوبې به د مې له ۱۷مې بیا پیل شي او فاینل به یې د مې په ۲۵مه ټاکل شوی دی. کومي چې له هند سره د شخړې له امله ځنډول شوې وې. PSL د هند یوې بې پایلټه الوتکې تیره هفته د راولپنډۍ کرکټ سټیډیم ته نږدې د رالویدو وروسته لومړی متحده عربي اماراتو ته منتقل کړلي شو او بیا وروسته وځنډول شو.
پخوا راپور ورکړل شوی و چې د پاکستان سوپر لیګ شپږو لوبډلو له هغو لوبغاړو سره اړیکه نیولې ده. چې د تېرې اوونۍ په پای کښې له هېواده په چارټر الوتکه کښې ایستل شوي وو ځکه چې له هندوستان سره سرحدي شخړې زیاتې شوې وې. تر اوربند وروسته بیرته راشي.
سرچینووویل چي لوبډلې د خپلو بهرنیو لوبغاړو سره د می د ۱۷ څخه تر ۲۵ پورې د احتمالي نیټو په اړه خبرې کوي او راولپنډۍ د پاتې لوبو لپاره د ځای په توګه وړاندیز شوې ده.
سرچینو زیاته کړه کله چې لوبډلې د بهرنیو لوبغاړو شتون تایید کړي. نو د پاکستان کرکټ بورډ به د چیئرمین محسن نقوي څخه د منظورۍ وروسته د پاتې لوبو مهال ویش اعلان کړي.
د وړاندیز شوې مودې په جریان کښې د نړیوال کرکټ د نشتوالي له امله د پاکستان کرکټ بورډ هیله مند دی چې بهرني لوبغاړي به بیرته راشي.
خو راپورونو ښودلې چې اسټرالیایي لوبغاړي شاید پاکستان یا هندوستان ته د بیرته راستنیدو لیوالتیا ونه لري. چیرې چې د شخړو د زیاتوالي له امله د هندوستان د شل اوریزو سیالیو (انډین پریمیر لیګ) سیالۍ هم ځنډول شوې وې.
په داسې حال کښې چې په دواړو هیوادونو کښې ډیری اسټرالیایي لوبغاړي کورونو ته تللي وو. د آسټرالیا پخوانی بیټسمین ریکي پونټینګ – چې اوس د آی پی ایل د پنجاب کینګز د لوبډلې روزونکی دی – د اوربند تړون وروسته له خپل کور ته د الوتکې څخه ښکته شو.