به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

د انټر سروسز پبلک ریلېشنز (ISPR) له مخې د هند د توغندیو او ډرون بریدونو ۴۰ ملکي وګړي او ۱۱ امنیتي ځواکونه شهیدان کړل.

 آئي اېس پې آر وویل چې په یوه بیان کښې ویل شوي دی چې په شهیدانو کښې اوه میرمنې او ۱۵ ماشومان شامل دي. د شهیدانو ترڅنګ ۱۲۱ ملکي وګړي ټپیان شوي دي. چې پکې ۱۰ میرمنې او ۲۷ ماشومان شامل دي. ۷۸ نور پوځي پرسونل هم په دغو بریدونو کښې ټپیان شوي دي.

بیان ویلي دي چې د هند بریدونه غیر محتاط او د غندلو وړ او کرغېړن بریدونه وو.

د ISPR په وینا د پاکستان پوځ له شهیدانو څخه نایک عبدالرحمن، لانس نایک دلاور خان، لانس نایک اکرام الله، نایک وقار خالد، سپاهي محمد عدیل اکبر او سپاهي نثار دي.

د پاکستان هوایي ځواک له شهیدانو څخه سکواډرن لیډر عثمان یوسف، چیف تکنیکر اورنګزیب، سینیر تکنیکر نجیب، کارپورل تکنیکر فاروق او سینیر تکنیکر مبشر دي.

آئي اېس پې آر وویل چي د شهیدانو دا سپیڅلې قرباني د زړورتیا، وقف او بې ساري وطن دوستۍ یوه تلپاتې نښه ده – چې د ملت په یاد کښې به د تل لپاره شوې وي.

بیان دا هم زیاته کړه چې پاکستان د تیری په وړاندې ثابت قدم دی او د هیواد خپلواکۍ ته به د هر ډول ننګونو مخه ونیسي.

نور ولولئ