به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آي) کارکن سهیل خان اپریدي ۹۰ (نوي) رایې ترلاسه کړې او د خیبر پښتونخوا نوی وزیر اعلی وټاکل شو.

​د بریا لپاره ورته یوازې ۷۳ (درې اویا) رایو ته ضرورت و، خو نوموړي په ښکاره اکثریت سره بریالیتوب ترلاسه کړو.

​د سهیل اپریدي په مقابل کې د جمعیت علمای اسلام (ف) مولانا لطف الرحمن، د پیپلز پارټۍ ارباب زرک او د نون لیګ سردار شاه جهان په میدان کې ولاړ وو.

​د ګل (دوشنبې) په ورځ د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غونډه د سپیکر بابر سلیم سواتي په مشرۍ وشوه. چې ډېره جنجالي او له شخړو ډکه وه.

​د نوي وزیر اعلی د ټاکلو په جریان کې د پخواني وزیر اعلی علي امین ګنډاپور، د اسمبلۍ غړو او اپوزیشن ترمنځ توده شخړه او ګرمې خبرې وشوې.

​علي امین ګنډاپور ایوان ته وینا وکړه او سهیل اپریدي ته یې له مخکې مبارکي ورکړه.

​بل پلو، اپوزیشن د ټاکنو دا پروسه غیر آئیني وبلله او د احتجاج په ډول یی له ایوانه واک آوټ (ووتل) وکړو.

​د اپوزیشن مشر ډاکټر عباد الله پوښتنه وکړه چې که د علي امین ګنډاپور کارکردګي ښه وه، نو ولې لیرې کړای شو؟

​نوموړي وویل چې د یوه موجوده وزیر اعلی په شتون کې د نوي وزیر اعلی ټاکنه غیر آئیني ده.

د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي د علي امین ګنډاپور استعفا د لاسليکونو د توپیر په بنیاد بیرته ورواستوله او نوموړی یې د اکتوبر په ۱۵مه نیټه ګورنر هاوس ته وربللی دی.

​خو علي امین ګنډاپور پر ټولنیزو رسنیو ویلي چې په دواړو استعفاوو یې خپل اصلي لاسلیکونه شته دي.

​ځینې سرچینې وايي چې یو شمېر کسان پلان لري چې د نوي وزیر اعلی د ټاکلو پر ضد عدالت ته ولاړ شي، ځکه چې یو وزیر اعلی لا شتون لري.

​پي ټي آي د ټاکنیزې همکارۍ لپاره له مرکزي وزیر امیر مقام او د عوامي نېشنل پارټۍ (اې این پي) له مشرتابه سره هم لیدنې کړې دي.

​ګورنر کنډي باور ورکړی چې د استعفا منظوري به د آئین او قانون مطابق کیږي.

نور ولولئ