د باجوړ ضلعې پولیس او پاک پوځ د ترهګرو دوه لویه منصوبه ناکامه کړه. د پولیسو په وخت کارروایۍ سره یو ډک بازار د تباهۍ نه وژغورل شو او په یوه تاڼه شوی راکټي برید هم پسې ونیول شو.
د باجوړ پولیس ویاند په وینا ترهګرو عنایت کلي بازار کې یو لاسی جوړ بم ایښی و. اطلاع ترلاسه کېدو سره سم د لويي سم تاڼې ایس ایچ او شیر زمین خان د پولیسو نفري سره ځای ته ورسېدو او سیمه يې کلابنده کړه. وروسته د پاک پوځ بم ډسپوزل ټیم ماهیرینو په مهارت سره بم د کنټرول شوي چاودنې په ذریعه ناکاره کړو. په دې سره بازار کې ممکنه تباهي او دروند ځاني نقصان وژغورل شو.
بل اړخ ته د خالی (شنبې) په سهار ترهګرو په لوئي ماموند تاڼه راکټي برید وکړو. خو پولیسو سمدستي او مؤثره ځوابي کارروایۍ سره د ترهګرو بد ارادې ناکامې کړې. خوشبختانه په دې برید کې څه ځاني نقصان نه وشو.
د باجوړ ضلعې پولیس افسر د پولیسو د زړورتیا او مېړانې ستاینه وکړه. هغه وویل چې پولیس ځواکونه د امن دښمن عناصرو خلاف په پوره قوت او عزم ولاړ دي او د دې فتنې ناپاک ارادې به په هر صورت ناکامې کړلی شي.