به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

وفاقي حکومت په ګلګت بلتستان (GB) کې د ترهګرۍ ضد څانګې (CTD) جوړولو منظوري ورکړې ده. چې له مخې به یې د ترهګرۍ او نورو تاوتریخوالي پېښو سره د مقابلې لپاره ۶۱۳ نوي پوسټونه جوړ شي. دا اداره به په خاص توګه د قراقرم لویې لارې (KKH) امنیت ټینګ کړي.

​د ډان خبري ایجنسی په وینا که منظوري ورکړل شوې. خو وفاقي او سیمه ییز چارواکي له لویو مالي ستونزو سره مخ دي. د دغو نویو پوسټونو مالي مسؤلیت د سرچینو نه لرونکې جي بي حکومت ته سپارل شوی او د ودانۍ لپاره بودیجه راتلونکي مالي کال پورې ځنډول شوې ده.

​د ډان په وینا د جولای په میاشت کې د پلاننګ کمېشن د مرستیال په مشرۍ د مرکزي پراختیا کاري ګروپ (CDWP) په غونډه کې په ګلګت بلتستان کې د ترهګرۍ ضد څانګې جوړولو پروژې ته لګښت له ۱.۵ میلیارده روپیو زیات دی. د هغی به بیاکتنه کیږی. دا پریکړه د وزیر اعظم له لارښوونې وروسته وشوه. چې تېر کال د نومبر په شپږمه نېټه یې د خپل سفر پر مهال په شپږو میاشتو کې د CTD د جوړولو امر کړی و.

​د دې منصوبی مقصد د ګلګت بلتستان پولیسو وړتیاوې زیاتول دي. څو د انساني او تخنیکي سرچینو نیمګړتیاوې پوره کړي او د ترهګریزو پېښو په وړاندې مؤثره ځواب او جامع پلټنې وکړي.

​ډان نور په دې اړه لیکي چې CDWP د دې منصوبی د ملکي کارونو برخې په ګلګت کې د CTD مرکزي دفتر او په چلاس کې د سیمه ییز دفتر جوړول پکې شامل دي. د دی منصوبی منظوري یی ورکړې. چې لګښت یې ۷۲۰.۵۰ میلیونه روپۍ دی. خو دا په ډاګه شوې چې دا بودیجه به یوازې د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال په عامه سیکټر پراختیایي پروګرام (PSDP) کې ځانګړې شي. د کشمیر، ګلګت بلتستان، ایالتونو او سرحدونو وزارت به د دې منصوبی ملاتړ وکړي.

​د خبر له مخې د پلان جوړونې، پرمختګ او ځانګړو نوښتونو وزارت د دې ځنډ دلیلونه په PSDP کې محدود مالي ځای او د GB لپاره له وړاندې موجود لوی مالي ژمنې بللې دي. دې وزارت GB حکومت ته لارښوونه کړې چې یا دې دا پروژه په خپلو سرچینو عملي کړي او یا دې د دوامداره بودیجې مرستې لپاره د مالیې وزارت ته مراجعه وکړي.

​په غونډه کې وویل شول چې PSDP د پراختیایي منصوبو لپاره دی. په داسې حال کې چې د وسلو او مهماتو په څېر لګښتونه دوامداره دي او باید له موجوده بودیجې پوره شي. د GB د کورنیو چارو څانګې غونډې ته وویل چې د دوی په خپله سیمه ییزه بودیجه کې د نویو پروژو شاملولو لپاره ځای نشته او دوی له وړاندې له سرچینو کمي سره مخ دي، چې روانو سیلابونو نوره هم سخته کړې ده.

​د خپور شوي خبر له مخې د مالیې وزارت د ۶۱۳ نویو پوستونو جوړولو سره موافقه کړې. خو په یوه لیک کې یې سخت شرایط وضع کړي دي. د بابر نذیر په نوم د یوه افسر په لیک کې ویل شوي چې اضافي مالي لګښتونه به د GB حکومت په خپلو موجودو سرچینو پوره کوي او د دې مقصد لپاره به هېڅ اضافي بودیجه نه ورکول کېږي.

نور ولولئ