به‌روزرسانی دربارهٔ10 hours ago

د خيبر پښتونخوا قبايلي ضلعې جنوبي وزيرستان اپر د بدر په دره کې د پوځ پر کاروان کمين کې لږ تر لږه ۱۲ پوځي سرتېري وژل شوي او ۴ نور سخت ټپیان شوي دي. حکومتي چارواکو وروسته دا برید تایید کړو.

​د خبري اېجنسۍ دي خراسان ډایري د څارنې ټیم په وینا د دغه برید مسوولیت تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) منلی دی. دوی ادعا کوي چې وسله والو یې د برید پر مهال له امنیتي ځواکونو وسلې هم نیولي دي.

​ دا د ۲۰۲۴ کال له ډسمبر راهیسې په جنوبي وزیرستان اپر کې پر امنیتي ځواکونو تر ټولو خونړی برید دی. هغه مهال د ټي ټي پي ورته برید کې ۱۶ عسکر وژل شوي وو. چې په ځواب کې یې پاکستان د افغانستان په دننه کې هوايي بریدونه کړي وو.
​ټپیان سمدستي د درملنې لپاره نږدې روغتون ته وړل شوي دي. امنیتي ځواکونو په سیمه کې د بریدګرو د موندلو لپاره پراخ پلټونکي عملیات پیل کړي دي.

نور ولولئ