د باجوړ په سیمه کښې د ترهګرۍ پر ضد د پوځي اپریشن له امله زرګونه کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي. د ضلعي ادارې ۱۷۰ دولتي سکولونه او کالجونه په لنډمهاله کیمپونه تبدیل کړي چې د ۴۰۰۰ څخه زیاتو خلکو ځای یې ورکړی دی. دغه کیمپونه په دې سخته ګرمۍ کښې اوبه او برېښنا نه لري.
د پښتونخوا پي ډي ایم اي (PDMA) د معلوماتو له مخې په سپورټس کمپلیکس کښې ۵۰۰ خېمې درول شوي دي چې د ۳۳۴ کورنیو ۲۴۰۰ کسان پکې ځای پر ځای شوي دي. بې ځایه شوي اوسېدونکي وایي چي د څښاک پاکې اوبه، مناسبه رڼا او کافي خوراکي څيزونه نه لري. د سیمې اوسېدونکي او خیریه فاونډیشن له دوی سره د خوړو مرسته کوي. د ضلعي اداره دا شکایتونه ردوي او وایي چې ۱۸ ساعته برېښنا، د اوبو ټانکرونه او د اړتیا سره سم خواړه ورکړل شوي دي. خو دا چې دا ولې کېږي؟ په دې پوهېدو لپاره به د باجوړ د ترهګرۍ پر وضعیت او د حکومت د هیلو په اړه ژور معلومات ترلاسه شي.
د باجوړ په سیمه کښې د ترهګریزو بریدونو زیاتوالی
باجوړ په دې وروستیو میاشتو کښې د بریدونو د زیاتوالي شاهد دی. چې له امله یې سیمه ایزو خلکو د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په اړه اندېښنې راپورته کړې چې ولسي خلکو ته یې زیان رسولی. د سږ کال په فرورۍ میاشت کښې یوې نامعلومې وسله والې ډلې د پولیو ویکسینیشن د یوې ډلې ساتونکی پولیس په ډزو وواژه. دا برید د پولیو ضد کیمپین پر مهال وشو. کله چې نامعلومو بریدګرو پر پولیس زیاتی ډزې وکړې. د جون په میاشت کښې نامعلومو بریدګرو د قبایلي چارو وزیر مبارک زیب خان پر کور راکټي برید وکړ چې دا پر نوموړي دویم برید و. تر دې وړاندې د مې په میاشت کښې شکمنو ترهګرو د کور مخکینی دروازه یې د یو ځايي جوړ شوي ماین (IED) په وسیله والوزوله. تېره میاشت د ځايي چارواکو په وینا د باجوړ په نواګۍ سیمه کښې د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه پنځه کسان ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول.
دا چاودنه د خوار په تحصیل کښې د صادق اباد دروازې سره نږدې د نواګۍ پر سړک د حکومت پر یوه موټر وشوه. په وژل شویو کسانو کښې د نواګۍ مرستیال کمیشنر فیصل اسماعیل، تحصیلدار عبدالوکیل، عسکر زاهد او یو تېرېدونکی فضل منان شامل وو.
سب انسپکټر نور حکیم چې په دې برید کښې سخت ټپی شوی و. پېښور ته د لېږد پر مهال د خپلو ټپونو له امله مړ شو. څو ورځې وروسته د باجوړ څخه د ملي اسمبلۍ لپاره د عوامي نیشنل ګوند (ANP) پخوانی غړی مولانا خان زیب او دوه نور کسان په شینډۍ موړ کښې د نامعلومو بریدګرو لخوا په ډزو ووژل شول. چې دا د خوار تحصیل د پښتونخوا مرکز څخه څو قدمه لرې و.
د اپریشن هدف څه دی؟
لومړني راپورونه وایي چې چارواکي هغه ترهګر په نښه کوي چې له افغانستان څخه سیمې ته راغلي دي. د کرفیو په څېر اقدامات ښیي چې وضعیت له هغه څه څخه جدي دی چې معمولاً د هدف مند استخباراتي اپریشن له لارې ورسره معامله کېږي.
یوه امنیتي چارواکي خبر کده ته وویل چې په سیمه کښې ۴۰۰ یا له دې ډېر ترهګر شته چې ډېری یې بهرنیان دي او افغانان یې لویه برخه جوړوي.
په سیمه کښې عملیات باید په احتیاط سره پرمخ لاړ شي ځکه چې چارواکي په دې باور دي چې ترهګر د ولسي خلکو په منځ کښې پټ دي. له همدې امله د خلکو بې ځایه کېدل ضروري دي. په ګڼ میشتو سیمو کښې د ترهګرو شتون د جرګو د بحثونو موضوع هم وه. چې سیمه ایزو خلکو په یو وخت کښې له وسله والو څخه غوښتي چې په ښکاره جګړه وکړي یا بیرته هغه ځای ته لاړ شي چې له کومه راغلي.
کرفیو او عملیات شروع شول
دا وضعیت د جولای په ۲۷مه د سهار په ۲:۰۰ بجو شروع شو کله چې د ماموند تحصیل په ۱۶ کلیو کښې د دریو ورځو لپاره کرفیو ولګول شوه او یو هدف مند پوځي اپریشن شروع شو. سیمه ییزې سرچینې وايي چې په دی اپریشن کښې درې ملکي وګړي وژل شوي او څو نور ټپیان دي. خو اوه تنه وسله وال هم وژل شوي او څو نور ټپیان دي.
د امنیتي چارو کارپوه او د کورنیو چارو پخوانی سیکرټري ډاکټر اختر علي شاه تازه خبر کده ته ویلي دي. چې د ترهګرۍ خلاف اپریشن باید د وسله والو ډلو د اکمالاتو او استخدام په مخنیوي تمرکز وکړي. ترڅو هغوی په اغیزمنه توګه کمزوري شي. هغه وړاندیز وکړ چې د سیمو د تخلیې پرځای، اپریشن باید د باوري استخباراتو پر بنسټ ترسره شي، چې د ملکي نقصان کچه کمه او اغیزمنتوب یې زیات شي. هغه اندېښنه څرګنده کړه چې د سیمې خالي کول وسله والو ته اجازه ورکوي چې د ملکي خلکو سره وتښتي.
د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ خبرې اترې
د ملکي نقصان وروسته سیاسي او ټولنیزو مشرانو احتجاجونه وکړل. د دوو ورځو احتجاجونه وروسته پریکړه وشوه چې له پوځ او طالبانو دواړو سره خبرې اترې وشي. د باجوړ د جماعت اسلامي امیر صاحبزاده هارون الرشید په مشرۍ یوه ۵۰ کسیزه سوله ییزه جرګه جوړه شوه. د ۱۲ ورځو په اوږدو کښې د دواړو خواوو ترمنځ اوه ناستې وشوې خو څه پایله یې نه درلوده.
د پاکستان د خلکو ګوند یو پخوانی غړی او مشر اخونزاده چټان خبر کده ته وویل چې خبرې اترې د ټولو مسلو د حل لپاره ضروري دي. که هغه سیمه ییزې وي یا نړیوالې وي. هغه وویل چې شته وسله وال ډیری له افغانستان یا نورو سیمو څخه دي.
د اګست په اتمه د باجوړ ضلعي ادارې په ماموند او نواګای تحصیلونو کښې بزګرانو ته لارښوونه وکړه چې د سړکونو له غاړو څخه په ۱۰۰ میټرو کښې دننه خپل د جوارو او شولو فصلونه د اګست تر ۱۲مې پورې راټول کړي. د یوه بزګر ولي رحمان په وینا دا کار ناممکن و ځکه چې په دریو ورځو کښې د ملیونونو روپیو په بیه د پخو فصلونو راټولول ناممکن دي.
د اګست په ۱۱مه یو بل خبرتیا خپره شوه چې د ماموند او ټول باجوړ تحصیل په لویو لارو د سهار له ۱۱:۰۰ بجو څخه د شپې تر ۱۱:۰۰ بجو پورې کرفیو لګول کیږي. چې د اګست تر ۱۴مې پورې به دوام وکړي. د کرفیو له امله ډیر بې ځایه شوي خلک په خپلو کورونو کښې بند پاتې دي.
راتلونکی څه؟
د اپریشن ځینې اسانتیاوې چې درې ورځې وړاندې شروع شوې وې. د شورو (چهار شنبې) په ورځ رامنځته شوې، کله چې د خار تحصیل په بیلابیلو سیمو کښې کرفیو لرې شوه. خو د ماموند په ډیرو سیمو کښې کرفیو لا هم پاتې ده. د نهه (سه شنبې) په ورځ د ایراب ماموند په یوه کور د ډرون مرمۍ ولګیده. چې درې تنه یې ووژل او دوه یې ټپیان کړل. احتجاجونه د بدیسیې ماموند په سیمه کښې لا هم روان دي. په داسې حال کښې چې ملي سوله ییزه جرګه د باجوړ پریس کلب کښې جاري ده.