به‌روزرسانی دربارهٔ10 hours ago

په ۱۲ اګست ۲۰۲۵ پاکستان او امریکا په اسلام آباد کښې د ترهګرۍ ضد خپلو خبرو اترو ته دوام ورکړ. په دې غونډه کښې دواړو هیوادونو یوځل بیا ژمنه وکړه چې په ټولو بڼو کښې به د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي.

د خبرو اترو مشري د ملګرو ملتونو لپاره د پاکستان ځانګړي سیکرټري نبیل منیر او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد سرپرست همغږي کوونکي ګریګوري ډي لوګرفو په ګډه کوله.

دواړو پلاوو د ترهګریزو ګواښونو په خاص توګه د بلوچستان لیبریشن آرمي، داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان پر وړاندې د اغیزمنو لارو چارو په جوړولو ټینګار وکړ.

امریکا د پاکستان هغه پرله پسې هڅې وستایلې چې د ترهګریزو ډلو د له منځه وړلو لپاره یې کوي. امریکا وویل چې دا ډلې د سیمې او نړۍ سولې او امنیت ته ګواښ دي. امریکا په پاکستان کښې په ترهګریزو پېښو کښې د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو د وژل کیدو په خاطر خواخوږي څرګنده کړه چې په دې کښې د جعفر ایکسپریس برید او په خضدار کښې پر یوه سکول د بس بمي برید شامل دي.

دواړو پلاوو د امنیتي ننګونو سره د مبارزې او د ترهګرۍ لپاره د نوو ټیکنالوژیو کارولو ته د ځواب ویلو لپاره د لا پیاوړو ادارو او وړتیاوو په جوړولو ټینګار وکړ.

پاکستان او امریکا یوځل بیا ژمنه وکړه چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره به په ګډه په نړیوالو سازمانونو، لکه ملګرو ملتونو کښې کار کوي.

په پای کښې دواړو خواوو د پاکستان او امریکا اوږدمهاله ملګرتیا بیا تائید کړه او ټینګار یې وکړ چې دوامداره او منظمه همکاري د ترهګرۍ سره د مبارزې او د سولې او ثبات لپاره ضروري ده.

نور ولولئ