به‌روزرسانی دربارهٔ6 hours ago

د پاکستان او هندوستان د پوځي عملیاتو د عمومي رئیسانو ترمنځ د خبرو اترو یو پړاو پای ته ورسید. دا د دولتي رسنیو له قوله دي.

د پاکستان تلویزن نیوز ویلي دي چې دواړو ډی جي ایم اوز (DGMOs) په هاټ لاین خبرې کړې دي. مخکې راپورونه وو چې دا خبرې د ماسپښین له ۱۲ بجو څخه د ماښام ۵ بجو ته ځنډول شوې وې.

هندي رسنیو هم تایید کړه چې خبرې شوي، او ویلي یې دي چې خبرې په مثبت نوټ پای ته رسیدلې دي.

هندي خبریال رنویر سنګ روبین په X (پخواني ټویټر) لیکلي دي چي د هند او پاکستان د ډي جي ایم او کچې خبرې په مثبت نوټ پای ته ورسیدې. دواړو خواوو د اوربند پر ژمنې بیا ټینګار وکړ او د کنټرول کرښې (LoC) او نړیوالې پولې (IB) په اوږدو کښې د سولې او ثبات ساتلو ژمنه یې وکړه.

دواړو خواوو د شنبې په ورځ پر یوه اوربند موافقه کړې وه چې د هغو دښمنیو پای ته یې راوړې چې له امله یې پاکستان د هند د څو هوایی اډو پر وړاندې په ځواب کښې توغندي بریدونه کړي وو.

د هند د بهرنیو چارو سکرټرې ادعا کړې وه چې د پاکستان ډي جي ایم او د اوربند غوښتنه کړې وه. خو د آی ایس پي آر (ISPR) مشر ډي جي لفټننټ جنرال احمد شریف چوهدري د یکشنبې په ورځ وویل چې هندوستان لومړی د اوربند غوښتنه کړې وه.

له دواړو ډي جي ايم او ټاکل شوې وه چې د دوشنبې په ورځ د ماسپښین په ۱۲ بجو د هاټ لاین له لارې خبرې وکړي. خو دا غږ د ماښام ۵ بجو ته وځنډول شو.

دواړو هیوادونو ترمنځ تاوتریخوالی د پاهلګام په برید کښې زیات شوی و. چې په کښې ۲۶ سیلانیان وژل شوي وو. هندوستان د دې بریدونو پړه پر پاکستان واچوله او په پاکستان کښې یې پر اتو ښارونو توغندي وتوغول چې له ۳۰ څخه زیات کسان یې ووژل. د دې بریدونو وروسته ډرون بریدونه هم شوي وو.

خو پاکستان په هند کښې پر ۲۶ پوځي اهدافو د توغندیو بریدونو سره ځواب ورکړ. دې کار د اوربند لامل شو چې د متحده ایالاتو په منځګړیتوب او د سعودي عربستان په ګډون د څو نورو هیوادونو په ښکیلتیا سره وشو. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پخپله د اوربند اعلان کړی و.

نور ولولئ