د شنبې په ورځ د ایران د سیستان بلوچستان په مهرستان سیمه کښې اته پاکستاني وګړي ووژل شول.
د پېښې په اړه د مستقیمې پوهې لرونکي یوه چارواکي په وینا ټول اته پاکستاني وګړي په هغه سیمه کښې د موټرو د ترمیم کارګران وو.
هغه وویل چی دا سیمه د پاکستان او ایران له پولې څخه ۲۳۰ کیلومټره لرې ده. له همدې امله مونږ د معلوماتو په راټولولو کښې له ځینو ستونزو سره مخ یو. خو دا تایید شوې ده چې اته پاکستاني وګړي وژل شوي او نورې پلټنې روانې دي.
دا په روان کال کښې دویمه پېښه ده چې پاکستاني وګړي په ایران کښې وژل کیږي.