په تېرو څو ورځو کې د پاکستان په امنیتي وضعیت کې دوه لوی ترهګریز بریدونه شوي دي. تیره ورځ د اسلام آباد د عدالت مخې ته ځانمرګی برید وشو چې پکې دولس ملکي وګړي ووژل شول او دېرش نور ژوبل شول. بل لوی برید په جنوبي وزیرستان کې د وانا پر کیډټ کالج وشو، چې امنیتي ځواکونو په مېړانې سره ناکام کړ.
وانا کیډټ کالج برید ناکام شو
د خیبر پښتونخوا د جنوبي وزیرستان لور ضلعې په مرکز وانا کې، پوځ او نورو امنیتي ځواکونو د کیډټ کالج پر ترهګرو برید شنډ کړ او کالج ته ټول پینځه ترهګر یې و وژل. ځايي امنیتي چارواکي وايي، دوی په کالج کې موجود سلګونه زده کوونکي وژغورل، خو په دې عملیاتو کې لږ تر لږه څلور امنیتي عسکر شهیدان شوي او څو نور ژوبل دي. تجزيه کوونکي وايي، سره له دې چې ترهګرو په منظم ډول برید کړی و، خو امنیتي ادارو په چټک اقدام سره دا برید په مکمله توګه ناکام کړ.
د بریدونو د مسوولیت منل او انکار
د اسلام آباد د ځانمرګي برید مسوولیت په لومړي سر کې د کالعدم جماعت الاحرار ډلې منلی و، خو وروسته یې له دې مسوولیت څخه انکار وکړ. په همدې توګه، TTP او حافظ ګل بهادر ډلې هم په وانا کې د کیډټ کالج د برید مسوولیت منلو څخه انکار کړی دی.
د ترهګرو د انکار او چلند لاملونه
شننونکي وايي چې ترهګرې ډلې اوسمهال سخت تر فشار لاندې دي، له همدې امله د بریدونو وروسته پخوا په څېر په ښکاره مسوولیت نه مني. د پاک-افغان چارو پوهان وايي دا چلند نوی نه دی، په تېر کې به هم د مذاکراتو پر مهال دوی له خپلو بریدونو منکر کېدل.
د افغان طالبانو غندنه:
کله چې افغان طالبانو د وانا کیډټ کالج برید وغنده، سمدستي وروسته حافظ ګل بهادر ډلې او TTP هم انکار وکړ. دا ښيي چې په پاکستان کې موجودې ډلې د افغان طالبانو په اشارو بریدونه کوي او هغوی چې کله غندنه وکړي، دا ډلې هم ځانونه لیرې کوي.
د عامه غبرګون وېره
د آرمي پبلک سکول له پېښې وروسته له ترهګرو د خلکو کرکه ډېره زیاته شوې ده. شننونکي اسد یوسفزي وویل، د کیډټ کالج یا اسلام آباد کچېري (عدالت ) د برید مسوولیت په منلو سره دا ډلې د خلکو له غبرګون څخه وېرېدلې، له همدې امله یې مسوولیت منلی او بیا ترې شاته شوي دي.
په بریدونو کې ناکامي
پوهان وايي، کله چې امنیتي ادارې د ترهګرو پلانونه ناکام کړي، نو د ناکامو بریدونو مسوولیت نه منل هم یو لامل کېدای شي.



