د بلوچستان په زیارت ضلعي (ضلع) کې، د نامعلومو وسله والو کسانو لخوا د یوې ساختماني کمپنۍ په کیمپ باندې یو سخت او وحشتناک برید شوی دی.
په دې برید کې د کروړونو روپیو په ارزښت مشینري سوځول شوې او د سایټ فورمین تښتول شوی دی.
د دغه برید په نتیجه کې کمپنۍ ته لوی مالي زیان رسیدلی او په سیمه کې د امنیتي وضعیت په اړه جدي پوښتنې راپورته شوي دي.
د معلوماتو له مخې، تېره شپه نامعلومو وسله والو کسانو د ساختماني کمپنۍ په کیمپ برید وکړ .
برید کوونکو په پیل کې د کیمپ کارکوونکي یرغمال کړل او په خونو کې یې بندي کړل.
له دې وروسته، وسله والو په زور د سایټ فورمین وتښتاوه او له ځان سره یې یوړ.
له تښتونې وروسته، برید کوونکو په کیمپ کې شته ګرانه مشینري، لوی جنراتورونه او د کارکوونکو استوګنځایونه وسوځول.
د اور لګېدو له امله د کروړونو روپیو په ارزښت وسایل خاورې شول. چې له کبله یې کمپنۍ ته سخت مالي تاوان ورسېد.
د دغه برید وروسته، د ضلعي ادارې او امنیتي چارواکو په کړنو باندې سخته نیوکه شوې ده.
زیانمن شوي کمپنۍ ویلي، چې دوی څو ځله د کیمپ د امنیت لپاره ضلعي ادارې ته غوښتنې کړې وې او د لیویز ځواکونو د ځای پر ځای کولو غوښتنه یې هم کړې وه. خو پر دغو غوښتنو هیڅ اقدام ونه شو.



