د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې (آئي ایس پي آر) د اتوار (یکشنبې) په ورځ وویل چې د اکتوبر ۱۱مې او ۱۲مې (۲۰۲۵) په منځ شپه کې د پآک-افغان سرحد باندې پر پاکستان یو بې پوښتنې او بې اخطاره حمله شوې ده. آئي ایس پي آر ویلي چې په دې حمله کې د افغانستان طالبان او د هند لخوا ملاتړ شوې فتنہ الخوارج ډله ښکیل وه.
د بیان ترمخه په دې بزدلانه کار کې ډزې او مستقیم بریدونه شامل وو، چې اصلي مقصد یې په سرحدي سیمو کې د ترهګرۍ خپرولو له لارې ګډوډي جوړول وو.
آئي ایس پي آر وویل چې پاکستاني وسله والو ځواکونو خپل د دفاع حق وکاروه او په ټول سرحد باندې یې دا حمله په کلکه او فیصله کوونکي ډول شاته ووهله. په دې عملیاتو کې طالب ځواکونو او د هغوی سره تړلو ډلو ته ډېر زیات مرګ ژوبله او زیان ورسېدو.
پاکستاني پوځ د افغانستان له خاورې کارکوونکي د طالبانو کیمپونه، پوستې، د ترهګرو روزنیز مرکزونه او مرستندویه نيټ ورک په نښه کړل. په دې اهدافو کې د فتنہ الخوارج، فتنہ الہند او داعش غړي شامل وو. پوځ ډاډ ورکړی چې د ملکي خلکو د ژوند د ساتلو لپاره هڅې شوي او بې ګناه کسانو ته زیان نه دی رسیدلی.
د بې اجازې حملې په ځواب کې د عملیاتو په اړه آئي ایس پي آر نور معلومات ورکړل:
د طالبانو ډېر پټنځایونه تباه کړل شول.
د سرحد په افغان خوا کې ۲۱ د دښمن پر پوستو د لنډې مودې لپاره قبضه وشوه.
د حملو لپاره کارېدونکي ډېر روزنیز کیمپونه له کاره وغورځول شول.
آئي ایس پي آر وویل چې په دې سخته جګړه کې د پاکستان د خاورې د دفاع پر مهال ۲۳ زړور عسکر شهیدان شول او ۲۹ نور زخمیان شول.
د باور وړ استخباراتي معلوماتو له مخې، له ۲۰۰ نه زیات طالبان او د هغوی پورې تړلي ترهګر وژل شوي او د زخمیانو شمېر تر دې زیات دی. د طالبانو پوستو، کیمپونو او ټول نيټ ورک ته زیات زیان رسیدلی دی.
آئي ایس پي آر په داسې وخت کې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هند ته په سفر بوخت وو. د دې جدي لمسونې پر وخت ژوره اندېښنه څرګنده کړه او هند یې په سیمه کې د ترهګرۍ تر ټولو لوی سرپرست وباله.
پاکستاني وسله والو ځواکونو په پای کې ژمنه تازه کړه چې دوی د پاکستان د ځمکنیو سرحدونو او د ولس د مال او ژوند د ساتنې لپاره هر وخت تیار دي.