به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

ښاغلي وزیراعظم محمد شهباز شریف د پاکستان-افغانستان پر سرحدي سیمو کې وروستۍ اشتعال انگیزۍ پېښې په کلکه وغندلې او واضح یې کړه چې د افغانستان لخوا د تیری (حملې) پر هر عمل به پوره او اغېزمن ځواب ورکول کیږي.

​لومړي وزیر د پاکستان پر وسله والو ځواکونو د دوی د قوي او اغېزمن ځواب له امله ستاینه وکړه او د هېواد د پولو په مسلکي وړتیا او ارادې سره د ساتنې پر سر یې پاکستاني پوځ ته سلام (درناوی) وړاندې کړه.

​ وزیر اعظم وویل چې مونږ د خپلو وسله والو ځواکونو پر مسلکي وړتیا ډېر ویاړ کوو. هغه زیاته کړه چې د فیلډ مارشل سید عاصم منیر تر زړورې مشرۍ لاندې، پاکستاني پوځ نه یوازې د افغان تیری (حملې) منه ماتوونکی ځواب ورکړو بلکې د هغوی څو پوستې یې هم ویجاړې کړې. چې له امله یې هغوی شاتګ ته مجبور شول.

​ښاغلي وزیراعظم په دې ټینګار وکړو چې د پاکستان پر دفاع به هېڅ ډول جوړجاړی نه کیږي. د تیری پر هر عمل به پوره او اغېزمن ځواب ورکول کیږي. هغه یو ځل بیا تایید کړه چې د پاکستان دفاع په باوري لاسونو کې ده او ولس پوهیږي چې د خپلې سیمې یو انچ هم څنګه وساتي.
​هغه وویل، د پاکستان وسله والو ځواکونو تل د بهرني تیری هرې بڼې ته پرېکنده او منه ماتوونکی ځواب ورکړی دی او ټوله ملت د خپلو امنیتي ځواکونو ترڅنګ متحد ولاړ دی.

​ وزیر اعظم د پولې هاخوا ترهګرۍ په اړه رڼا واچوله او ویې ویل چې پاکستان له افغانستان سره په وار وار د ترهګرو عناصرو لکه ‘فتنه الخوارج’ او ‘فتنه الہند’ د شتون په اړه معلومات شریک کړي. چې دا ډلې د پاکستان خلاف د حملو لپاره افغان خاوره استعمالوي.
​لومړي وزیر دا خبره په پام کې ونیوله چې “دغو ترهګرو سازمانونو ته د افغانستان په دننه کې د ځینو عناصرو ملاتړ ترلاسه دی.”
​له افغان حکومت څخه غوښتنه
​هغه په پای کې وویل چې پاکستان له افغانستان له سرپرست حکومت څخه تمه لري چې دوی به دا یقیني کړي چې د دوی خاوره د ترهګرو ډلو لخوا د پاکستان پر ضد د حملو لپاره ونه کارول شي.

نور ولولئ